ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو په حاصلاتو د ملخانو د یرغل خبرداری ورکړ 

افغانستان کې د غنمو حاصلات

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان [ اف اې او] په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو باندې د «مراکشي ملخانو» د ممکنه لوی یرغل خبرداری ورکړ.

اف اې او، وايي د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې، چې د دغه هېواد د غنمو کندو بلل کېږي، په لویه کچه د ملخانو خطرناک څرګندېدل به میلیونونه افغانانو ته، چې وار دمخه وچکالۍ ځپلي، ویجاړونکي عواقب ولري.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ریچارډ ترینچارډ د دغه بالقوه خطر د پېښېدو په اړه وویل: «دا یو زړه ماتوونکی داستان دی چې ممکن رامنځته شي.»

نوموړي چې له کابل څخه، له ژینوا سره خبرې کولې زیاته کړه: «په داسې یو هېواد کې، چې د نړۍ د یو لوی بشري بحران سره مخامخ دی، د دې پېښې خطرات به ډېر ستر وي.»

مراکشي ملخان

د نباتاتو ضد دا ملخان «مراکشي ملخان» بلل کېږي او د نړۍ په هرې برخې کې د نباتاتو قاتلان دي. اف اې او خبرداری ورکړی چې دا ملخان د ونو او څړ ځایونو په ګډون څه باندې ۱۵۰ هغه بېلا بېل نباتات خوري چې په افغانستان کې زرغونېږي.

ترینچارډ وویل چې سږکال په لویه کچه د دغو ملخانو د څرګندېدو/یرغل له کبله د افغانستان د غنمو د ټولو حاصلاتو «څلورمه برخه» چې، یو میلیون ټن کېږي، ضایع کېدای شي. هغه د دې اقتصادي زیان ۵۰۰ میلیون ډالر اټکل کړ.

نوموړي وویل سره له دې چې اف اې او، نادولتي ټولنې، د سیمې خلک او مقامات د دغو ملخانو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، خو «دا ډېرې کمې دي او اوس ډېر ناوخت دی چې مخه یې ونیول» شي.

ترینچارډ وویل چې «په راتلونکو څو اونیو او میاشتو کې، چې کوچني ملخان غټېږي، رښتینې اندازه به یې معلومه» شي، له شک پرته چې د «بشري ضرورتونو د اړتیا د ډېرېدو لامل» به شي او «تر دریو میلیون پورې خلک به اغیزمن» کړي.

د ملخانو د مخنیوي هڅې

ترینچارډ وویل چې وړاندوینې د تېرو دریو کلونو په پرتله، سږکال حاصلات غوره ګڼي، خو په وینا یې د ملخانو راتګ به د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې ختمې کړې او د کال په اخره او یا بل کال ته به غذايي مصونیت حالت خراب کړي.

هغه وویل چې زرګونه کسان شپه او ورځ د دغو ملخانو په وژلو اخته دي، خو بیا هم اندېښنه دا ده چې دا ډول هڅې به ډېر ځای ونیسي.‌ ټرینچارد زیاته کړه: «خلک په دودیز ډول ملخان جاړو کوي او کندې کې یې اچوي، یا یې په ترپالونو کې اېساروي او یا یې له منځه وړي. په نړۍ کې د ملخانو کیماوي کنترول ازمایل شوی میتودی خو یو سیستماتیک کمپاین لپاره د کال په پیل کې د کیماوي اکمالات ډېر کم وو.»

هغه دا خبره وکړه چې افغانستان د ملخانو د کنترول قوي سیستم درلوده خو د طالبانوله راتګ وروسته له منځه تللی دی. هغه خبرداری ورکړ که د مراکشي ملخانو مخه ونه نیول شي، نسل یې بل کال ته ۱۰۰ برابره زیاتېږي او «د افغانستان او ګاونډیانو لپاره به یې د زراعت او غذايي مصونیت په برخه کې تر دې هم لویه ستونزه» جوړه کړي.

بشري بحران

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ملګري ملتونه وايي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري وضعیت خراب شوی او د ښځو او نجونو په اړه د دوی تبعیضي تګلارو دا وضعیت نور هم پسې خراب کړی دی.

اف اې او وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۱۹.۹ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او شپږ میلیون نور خلک قحطۍ ته نژدې شوي دي. همدغه راز تر پنځو کالونو کم نیمايي ماشومان، میندوارې ښځې او تۍ ورکوونکې میندې سوء تغذیه دي او د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره حیاتي مرستو ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو، تیلو او دا ډول نورو ضروري توکو قیمتونو لوړ شوي ، چې د افغانستان په ګډون، یو شمېر هېوادونو کې یې خلک د پیرلو توان نلري.