لارنس: د سیمې هیوادونو له همکارۍ پرته بریا ته نه رسیږو

د ښاغلي لارنس پر وینا پاکستان له امریکا سره د همکاریو په نتیجه کې زیاته ګټه ترلاسه کولی شي.

په کابل کې امریکايي او ناټو چارواکي وايي، چې یو شمیر تروریستي ډلې له افغانستان څخه بهر تجهیز او تمویل کیږي او ټینګار کوي، چې په افغانستان کې بریا ته د رسیدو لپاره د سیمې د هیوادونو همکاري اړینه ده.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۴) په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن سره یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د امریکا لومړیتوبنو ته د رسیدو لپاره پاکستان باید د یو مهم ملګري په توګه په هغه هیواد کې د موجودو تروریستي ډلو په خلاف، چې د افغانستان لپاره ګواښونکي دي، قاطع اقدام وکړي.

د ښاغلي لارنس پر وینا، پاکستان د سولې په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په ګډون په ټولو هغو برخو کې چې دوه اړخیزې ګټې موجودې دي، له امریکا سره د همکاریو په نتیجه کې زیاته ګټه ترلاسه کولی شي.

هغه وویل "د امریکا د نوې پالیسۍ یوه برخه د پاکستان شاملول دي، په هغې بڼې چې موږ د هغه هیواد د همکاریو شاهدان واوسو. تر هغې چې سیمه‌ییزې همکارۍ و نه لرئ، تاسې به په افغانستان کې بریالي نشئ".

کابل کې د امریکا شارژدافیر زیاته کړه، لکه څنګه چې ښاغلي ټیلرسن ټینګار کړی، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره به هند هم یو مهم شریک وي او امریکا له افغانستان څخه د هند د سیاسي او اقتصادي ملاتړ هرکلی کوي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن په دې غونډه کې وویل، د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اعلانولو سره راتلونکې ته د هیله‌مندتیا یو ښه فُرصت رامنځ ته شوی او نړیواله ټولنه به د افغانستان له خلکو سره اوږه په اوږه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د جنرال نیکولسن پر وینا، د افغانستان د امنیتي سکتور رهبرري د بدلون په حال کې ده او د وخت په تیریدلو سره افغان امنیتي ځواکونه لاپسې مسلکي کیږي.

جنرال نیکولسن وویل "په امنیتي ځواکونو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه روانه ده، هوايي ځواک په خپلو پښو ودریږي، موږ ټول پوهیږو چې ځانګړي ځواکونه څومره پیاوړي دي او لاپسې پیاوړي کیږي، موږ ټول باید پوه شو، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې د افغانستان او نړۍ د خوندیتوب لپاره ترسره کیږي".

د ناټو قوماندان زیاته کړه، امریکا څرګنده کړې چې د طالبانو، داعش، حقانې شبکې، القاعدې او نورو تروریستي ډلو پر ضد جنګیږي او په دې برخه کې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جنرال نیکولسن پر وینا، ژر به افغانستان نور بهرني سرتیري هم واستول شي او د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د هوايي ځواک د روزنې او تجهیز کولو بهیر به لاپسې ګړندی شي.