بشري حقونو ډلې؛ ایراني ځواکونو ۴ مظاهره چیان وژلي

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شويو ویډیوګانو کې نظامي موټر د مهاباد په ښار کې لیدل کیږي.

ایراني چارواکو د هیواد په کرد میشتو سیمو کې د حکومت ضد مظاهره چیانو ځپل سخت کړي او یکشنبې نومبر ۲۰ (لړم۲۹) یې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره سیمې ته پوځ واستاوه.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې پوځ په تازه ځپلو کې لږ تر لږه ۴ مظاهره چیان وژلي دي.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، نظامي موټر پکې ښودل کیږي په کرد میشتي ښار مهاباد کې ایراني سرتیري چې په درنو وسلو سمبال دي، پکې ناست دي.

په ځینو ویډیوګانو کې د درنو وسلو د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

سره لدې چې د رویټرز خبري اژانس نشي تائیدولی آیا دا ویډیوګانې ریښتیني دي که نه خو د بشري حقونو د څاره یوه اداره چې مرکز یې په ناروې کې دی، ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه په نظامي هیلوکوپترو کې د مهاباد ښار ته د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره استول شویدي.

د دې ښار ډیری اوسیدونکي کردان او سني مذهبه مسلمانان دي.

سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو هم تائید کړې چې په شمال لویدیځ کې یې خپل ځواکونه لا قوي کړي چې په سیمه کې د "بیلتون غوښتونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي".

د پوځ په اعلامیې کې چې په دولتي مطبوعاتو کې خپره شوې ویل شوي، "د خلکو امنیت مو سره کرښه او په قاطع توګه د ترهګرو سره مبارزه مو منشور دی".

ایراني چارواکي د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د ۱۶ مې نیټې راپدیخوا د حکومت ضد پیل شوې مظاهرې د بهرنیو هیوادونو لمسون بولي او وسله وال بیلتون غوښتونکي ملامتوي چې د تشدد کړنې کوي.

خو ها خوا بیا په ایران کې مشهور سني دیني عالم مولوي عبدالحمید په امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د مهاباد په ښار کې دې خلک نه وژني.

عبدالحمید په ټویټر کې لیکلي، " د کردي سیمو څخه ځوروونکي خبرونه را رسیدلي، په ځانګړې توګه مهاباد کې. فشار او ځپل به د لا ناراضایتۍ سبب شي".

د بشري حقونو ادارې ویلي چې پدې ښار کې لږ تر لږه څلور مظاهره چیان وژل شوي.

سره لدې چې د ایران دولتي مطبوعات وایي په سیمه کې وضعیت آرام دی خو د بشري حقونو ادارې بیا وایي چې لا هم په ګڼ شمیر کردي ښارونو کې مقاومت روان دي.

په ایران کې د حکومت ضد دا مظاهرې د سپټمبر په میاشت کې وروسته تر هغې پیل شوې چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته روغتون ته د کوما په حالت کې یوړل شوه او هلته مړه شوه.