په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا کلنی راپور

په دغه راپور کې د ایران د بشري حقونو د مشهورې وکیلې نسرین ستوده کېسه هم راخېستل شوې.

د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپورټ کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ١٣) خپور شو د افغانستان د نورو مسلو ترڅنگ د ځینو دلایلو له امله د پارلماني انتخاباتو ځندیدل چې د تاوتریخوالي، بې نظمیو او تخنینکي ستونزو سره مل و، د ملکي تلفاتو مسله او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو تري تم کیدل او له محکمې پرته وژل کیدل ذکر شوي دي.

د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې د افغانستان حکومت وايي دوی بشري حقونو او د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن دي.

په دې راپور کې نه یوازې د حکومت له خوا د بشري حقونو سرغړونې غندل شوي دي بلکې د ځیني داسې راپورونو یادونه هم شوې ده چې په هغه کې طالبان، داعش او د حکومت نورې وسلوالې ډلې د خلکو سره په غیرانساني رفتار، وژنې او ځورونې تورن شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې د افغانستان ګاونډی پاکستان هم له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو تورن شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان د انصاف غوښتنې لپاره د راپاڅېدلي پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځوروي او د هغوی د حوصلو ماتولو هڅې یې کړې دي.

د بشري حقونو په اړه دې کلني راپور کې ويل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مشکوکو مقابلو کې د عدالت ترشا وژنې کړې او د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار له نیولو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

د راپور له مخې په پاکستان کې خلک وژل شوي، شکنجه شوي، په غیر قانوني توگه نیول شوي او زنداني شوي دي.

همداراز په دې هېواد کې د بیان پر ازادیو محدودیتونه وضع شوي دي چې په دې ترڅ کې مطبوعات او انټرنټ هم شامل دي.

پاکستان لا د امریکا په دې راپور خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم په پاکستان باندې نورو هیوادونو یا د بشري حقونو د ډلو لخوا دغسې نیوکې شوي دي نو هغه یې رد کړي او ادعا یې کړې چې بشري حقونه په جدي توگه مراعاتوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین په اړه وايي د بجینگ حکومت په سنکیانگ ایالت کې په ډله ایزه توگه د اویغور مسلمانانو د نیولو کمپاین نور هم چټک کړی دی.

رپورټ وايي چینايي مامورینو د ٨٠٠٠٠٠ او ان تر دوو مېلینو پورې اویغور، قزاق او نور مسلمانان نیولي او کمپونو ته یې لېږلي چیرته چې د دوي د "مذهبي او نژادي" شناخت د ختمولو کوښښونه کېږي.

چین خپلې تگلارې ته بیا تعلیم وايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامېیو وایي چې چین د بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

چین وايي په سنکیانگ کې د سختدرځۍ او ناامنۍ سره مخ دی نو ځکه دا لړ اقدامات کوي.

د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو دغه راپور کې د خبریال جمال قاشقجې د وژلو په تړاو د سعودي عربستان حکومت غندل شوی، خو د ځینو په وینا د اصلي مشکوک نوم چې په دې قضیې کې ولیعهد محمد بن سلمان دی، ندی اخیستل شوی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه مایکل کوازک وایي په سعودي فشار دی چې د دې قتل عاملین پیدا کړي.

د راپور له مخې ایران په خپله خاوره کې یو شمېر کسانو ته داسې سزاوې ورکړي چې له نړیوالو اصولو سره سمون نه خوري، خلک یې وژلي، له قانوني اصولو پرته یې نیولي، تري تم کړي او شکنجه کړي یې دي.

په رپورټ کې د ایرانۍ مېرمنې نسرین ستوده ذکر شوی دی.

هغه تېر کال د بشپړ حجاب خلاف د غږ پورته کولو په جرم ونیول شوه او ٣٨ کاله د قېد او د ١۴٨ درو د وهلو سزا ورته اورول شوې ده.

په دې راپور کې په وینزویلا، ترکمنستان او روسیې کې هم د ګڼو جدي بشري حقونو سرغړونو ته اشاره شوې ده.