افغان حکومت دې د کندهار د ملکي تلفاتو پلټنه وکړي – هیومن رایټ واچ

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغانستان کې له لس زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه

افغان حکومت وايي د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د هغو ادعا په اړه پلټنې کوي چې وايي افغان ځواکونو تېره میاشت کندهار کې ملکي افغانان وژلي دي.

د امریکا په نیویارک کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې "هیومن رايټ واچ"، په یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ(فبروري۲۰) خپور کړی، ویلي د میوند ولسوالۍ د "بندې تیمور" په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پرمهال، افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرهغو ملکي وګړو هم ډزې کړي چې د جګړې له ځایه د تیښتې په حال کې وو.

د دغه راپور له مخې، په جګړه کې د ۵۰ طالب وسله والو د وژل کیدو سربیره ۲۰ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، چې افغان امنیتي ارګانونه په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه یوه جدي مسله ګڼي او د ملکي تلفاتو په اړه د هرې ادعا بشپړه پلټنه کوي.

جنرال وزیري وویل "د ملکي وګړو په اړه باندې د افغانستان دولت او په ځانګړي ډول د دفاع وزارت یو مشخصه پالیسي لري، په هیڅ ډول مونږ ته د منلو وړ نه ده، چې ملکي تلفات رامنځ ته شي، خو اکثره مخالفین د خلکو په کورونو کې او د خلکو د اوسیدنې په سیمو کې ځای نیسي، په زور غواړي، چې ملکي تلفات رامنځ ته شي".

د دفاع وزارت ویاند وویل، چې په دې هکله افغان امنیتي ځواکونو لپاره د افغانستان د جمهوررئیس او د دفاع وزیر ځانګړې لارښونې او کړنلارې هم شته دی.

نوموړي وویل په کوم ځای کې چې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي، دفاع وزارت سمدستي د پیښې د پلټنې لپاره پلاوی ټاکي او د پیښې د قربانیانو د کورنیو لاس نیوی کوي.

د سیمې خلک څه وايي

د بشري حقونو نړیوالې ادارې " هیوم رايټ واچ" په خپل راپور کې چې د پیښې د شاهدانو سره د تیلیفون له لارې د مرکو پر اساس ترتیب شوی، ویلي، چې د میوند ولسوالۍ د " بندې تیمور" او د پنجوایي ولسوالۍ د " ریګ" په سیمو کې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو سره د امریکا د پوځ هوایي ملاتړ هم و.

په دې راپور کې ویل شوي، چې ملکي وګړي له خپلو مینو را ایستل شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي. دا راپور وایي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ۳۸ تنه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور نیولي هم دي.

د دغه راپور له مخې د " بندې تیمور" په سیمه کې د عملیاتو مشري د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال سلطان محمدکوله، چې د " هیوم رايت واچ" د راپور له مخې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نږدې همکار دی.

"هیوم رايټ واچ" په دې راپور کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني هغو څرګندونو ته چې په کابل کې د دوو سترو خونړیو بریدونو وروسته یې افغان ولس ته په وینا کې کړې وې هم ځای ورکړی دی.

جمهور رئیس غني ویلي وو" افغانان سل کاله وروسته هم خپل غچ اخلي".

د "هیومن رايټ واچ" د اسیا د څانګې مشرې میرمن پټریشیا ګوسمن، د افغان حکومت څخه په بې پرې ډول د دې پیښې پلټنې غوښتنه کړې ده.