هیدر بار: د طالبانو په مشرانو د فشار اچولو لپاره بندیزونه مهم دي

له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د بندیزونو له لیست څخه د طالب مشرانو نومونه لېرې کړي، د بشري حقونو د څار د سازمان یوې چارواکې ویلي چې دا بندیزونه پر طالبانو باندې د فشار اچولو لپاره مهم دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا ۲۱) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره د مولوي عبدالکبیر د کتنې په اړه ویلي چې هغه د ملګروملتونو د بندیزونو له لیست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"نړیواله ټولنه باید د تور لیست څخه د طالبانو د چارواکو د نومونو د ایستلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي".

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدر بار د مولوي عبدالکبیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا بندیزونه پر طالبانو باندې د فشار د اچولو لپاره مهم دي.

میرمن بار ویلی: "د بندیزونو له لیست څخه د نومونو د ایستلو په اړه د طالبانو د مشرانو له خوا په پرله پسې ډول ټینګار دا ښيي چې دا بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه ډیر زیات مهم دي."

د طالبانو حکومت د یو شمیر غړو په ګډون ددغې ډلې په لسګونو مشران د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست کې شامل دي. د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې د ۲۰۲۲ کال د مۍ د میاشتې ۱۹۸۸ د راپور له مخې د طالبانو ۴۱ مشرانو نومونه په دغه لیست کې شامل دي.

خو سږکال په دغه لیست کې د شاملو طالبانو د مشرانو د نومونو شمیر ۵۸ تنو ته لوړ شوی دی. ددې دمخه هم د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لیست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایسته کولو غوښتني کړي دي.

د ملګروملتونو ځینو چارواکو ویلي، چې دا بندیزونه ډېر مهم دي چې طالبان بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه مراعت کړي.

د سیاسي علومو یو استاد اسدالله زایري په دې اړه امریکا غږ ته وویل، چې د سیاسی او حقوقي پلوه د طالبانو لپاره دا ډیره مهمه مسله ده او له همدې امله ددغه لیست څخه د نومونو د ایسته کولو لپاره په پرله پسې ډول غوښتنه کوي.

ښاغلی زایري وايي، چې تر هغې، چې د طالبانو د مهمو مشرانو نومونه د بندیزونو په لیست کې وي دا مشران له افغانستان څخه بهر ته سفر نشي کولی او د نورو هیوادونو سره هیڅ تړون هم نشي لاسلیک کولی ځکه، چې د حقوقي پلوه په نړیوالو اړیکو کې یې سیاسي مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي زایري وویل: "د حقوقي پلوه هم دا مسله طالبانو ته د سر درد پیداکولی شي...هغوی د ګاونډیو هیوادونو او نړۍ سره هیڅ ډول اړیکې نشي ټینګولی."

د سیاسي علومو دغه استاد وايي چې د طالبانو د یو شمیر مشرانو په اړه د معلوماتو د ورکولو په بدل کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا جایزې هم اعلان شوي دي، چې طالبانو مشرانو ته د امنیتي پلوه هم کیدای شي ستونزې راولاړې کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لیست کې شامل دی او د دغه هیواد د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) داسې معلومات، چې د سراج الدین حقاني د نیولو سبب شي د لس میلیونو ډالرو انعام ټاکلی دی.

ښاغلی زایري وايي، چې طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې، ملګروملتونو، امنیت شورا او د ګاونډیو هیوادونو غوښتنو پر وړاندې مقاومت کړی دی چې ددغه وضعیت دوام هم پر هغوی باندې کومه خاصه اغیز نشي کولی.

د ټولشموله حکومت جوړیدل،بشري حقونو په ځانګړي د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کیدل له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې شاملې دي.

اسدالله زایري وايي، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په برخه کې ځواب ویلو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د ځینو وسیلو څخه ممکن کار واخلي او یو ددغو وسیلو څخه د طالبانو په مشرانو د بندیزونو لګول دي.