څیړنه:په افغانستان کې د اکثرو جنسي تیریو لامل خپلوان دي

ښځې او نجونې د کار په ځای، د زده کړو په موسسو، پوهنتونونو، کوڅه او بازار او په عامه ځایونو کې د یو شمیر خلکو له خوا د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ ټولنې د یوې تازه څیړنې په خپرولو سره وايي چې د ښځو د آزار او زورونې عاملین اکثرا د قربانیانو د کورنیو غړي وي.

میړه، نامزد، ورور، کاکا او ماما د ښځو پر وړاندې د یو شمیر جنسي تیریو عاملین گڼل شوي دي. همداشان د کاکا ځوی، د ماما ځوی، د ترور (خاله) ځوی او په شمیر پیښو کې گاونډیان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي عاملین په گوته شوي دي.

له دې سربیره د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ د ټولنې موندنې ښي چې ښځې او نجونې د کار په ځای، د زده کړو په موسسو، پوهنتونونو، کوڅه او بازار او په عامه ځایونو کې د یو شمیر خلکو له خوا د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

دا څیړنه چې د جنسي تیریو د لاملونو د ریښو او د هغوی د حل لارې د لټونې په مقصد ترسره شوی، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اساسي علت پخوانۍ کورنۍ او شخصي دښمنۍ، کورنۍ لانچې، فقر او بیکاري، جنسي توپیر او د ناوړه سننو او عادتونو شتون دی.

همداشان د واده، په بدو کې د نجونو د ورکولو او بدل په اړه په سرنوښت جوړوونکو مسایلو کې د ښځو د تصمیم نه شتون او د ناموسي پیښو د قوانینو او دیني احکامو په هکله بې خبري، د کورنۍ د حیثیت ساتنې او د عدالت غوښتنه ننگ گڼل هغه څه دي چې د جنسي تیریو د زیاتوالي عامل گڼل کیږي.

د تاوتریخوالي زیان پیژندنه

د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ د ټولنې رئیسه زرقا یفتلی وویل چې په دې رپوټ کې هڅه شوې چې زیانونه او خطرونه وپیژندل شي، په دې مفهوم چې قرباني او عامل څوک دي او د هغې پایلې پخپله قرباني شوي کس، د هغه کورنۍ او ټولنې ته څه دي.

ددې څیړنې موندې چې په پنځه ولایتونو کابل، کاپیسا، بلخ، ننگرهاراو کندهار کې ترسره شوې ښي چې د جنسي تیري د قرباني څخه هم ډیر کم ملاتړ کیږي او پر ځای یې تر ټولو زیات پخپله قربانیان گناهکار گڼل کیږي.

په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې په زیاتو پیښو کې د مسلې د ابرومنده حل کولو په خاطر پر ښځو باندې د جنسي تریو عاملینو ته له قرباني سره د واده وړاندیز کیږي او د تاوتریخوالي لامل ته سزا نه ورکول کیږي.

همداشان دې څیړنې موندلي دي چې په زیانو پیښو کې د جنسي تیري پیښې پټې ساتل کیږي چې دا د وضیعت د خرابیدو او د ښځو پر وړاندې د جنسي تیریو د پیښو د زیاتوالي سبب کیږي. همداشان ویل شوي چې پر ښځو باندې د جنسي تیري د پیښو په حل کولو کې د تاوتریخوالي د منع له قانون څخه لږه گټه اخیستل کیږي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون د پلي کولو او د دې قانون په هکله د عدلي او قضایي بنسټونو کارکوونکو ته زیات پوهاوی ورکول، د جنسي تریو قربانیانو ته د رواني درملنې د یو مرکز جوړول د جنسي تیریو د راکمولو لپاره د حل لارې په توگه وړاندیز شوي دي.

همداشان د رسمي عدلي او قضایي موسسو له لارې د دې ډول پیښو حل کول، د ښځینه پولیسو منصبدارانوا استخدامول او په مرکز او ولایتونو کې د کورنیو د غبرگون د واحدونو زیاتول او د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د عاملینو عدلي او قضایي تعقیب یو بل وړاندیز دی چې د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ ټولنې د دې ډول تاوتریخوالي د کمیدو په خاطر کړی دی.

د تاوتریخوالي ناوړه بڼې

په دې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په ١٩٩٣ کال کې چې یوه میاشت یې پای ته پاتې ده په دې کمیسیون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲۸۴ قضیې ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنره ثریا صبحرنگ وایي په منځ کې ناموسي وژنې د اندیښنې وړ موضوع ده چې په تیرو ١١ میاشتو کې یې کچه ۸۰ پیښو ته رسیدلې ده.

میرمن صبحرنگ همداشان وویل ۴۲۸۴ ثبت شویو موردو څخه ۳۸۵ پیښې یې د جنسي تیریو پورې اړوند دي. هغه وایي چې د روان کال په پیښو کې د خشونت "ډیر قبیح، ناوړه او وحشتناکه ډولونه" شامل دي.

پر ښځو او کوچنو نجونو باندې ډله ییز تیري، سرغوڅونې او له تیري څخه وروسته وژنې، وژل او د بدن د غړو غوڅول او سخت وهل او ټکول د هغه تاوتریخوالو له ډلې څخه دي چې په څو تیرو میاشتو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وار وار پیښ شوې دي.