ډبیلو ایچ او : سلګونه ماشومان د سودان په جګړې کې وژل شوي

ملګري ملتونه وایي په سودان کې د روان کړکیچ له کبله هره میاشت سل ماشومان د شري، نس ناستې او سوی تغذیې په شان ناروغیو له کبله چې مخنیوي یې کیدی شي، مړه کیږي.

په سودان کې د روان جګړې له کبله چې د اپریل په میاشت کې د پوځ لوی درستیز او ملیشو د مشر تر منځ پیل شوې، څه باندې ۵ میلیونه وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د مې میاشتې د ۱۵ څخه د سپټمبر تر ۱۴ مې پورې لږ تر لږه ۱۲ سوه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کالونو څخه کم و د سودان د نیل په ایالت کې د کډوالو په نهو کمپونو کې د شري او سوی تغذیې د ناروغیو له کبله مړه شوي.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې د بې ځایه شویو کډوالو په کمپونو کې کولرا، ډینګې تبه او ملاریا په شان بیمارۍ هم ډیرې شوي او د دې ویره یې پیدا کړې چې ښایي دا په پراخه توګه په ساري بیماریو بدلې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) ویلي چې په سودان کې جګړې تر ټولو ډیر زیان د پنځو کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته رسولی.

دې ادارې ویلي چې پدې ناروغیو اخته ۷۰ په سلو کې یې د همدې عمر ماشومان دي او ۷۶ په سلو کې وژل شوي هم واړه ماشومان و.

ملګري ملتونه دا خبرداري داسې مهال ورکوي چې په سودان کې روغتیایي خدمات د څو کالونو راپدیدخوا د بودجې د کموالي او امکاناتو نه درلودلو له کبله د له منځه تلو د خطر سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په سودان کې د روغتیایي خدماتو مرکزونو په هکله ویلي، " د کار کوونکو، حیاتي درملو او مهمو وسایلو د کموالي له کبله روغتیایي مرکزونه ړنګیدو ته نږدې دي. په اوس وخت کې په پراخه توګه د ناروغیو خپریدو له کبله داسې بې ځایه مرګونه ډیر شوي".

سره لدې چې د سودان عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې تر دې دمه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي خو خیریه مؤسسې وایي چې د وژل شویو کسانو شمیر تر دې ډیر لوړ دی.

په سودان کې د اپریل په میاشت کې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ملېشه ځواک د مشر محمد حمدان داګالو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

هڅه کېده چې دا ملېشه ځواک د پوځ لیکو ته جذب شي، چې له کبله یې شخړه پیل شوې ده.

لویدیځو هېوادونو ملېشه ځواک تورن کړی چې په دارفور کې د توکمپالنې په اساس یې خلک وژلي دي. د جرمونو نړیوالې محکمې د دغه جنګي جرم په اړه تحقیقات پیل کړي.

د سودان پوځ هم د ولسي خلکو په وژلو تورن دی، په تېره بیا د جولاۍ په اتمه نېټه د هغه برید له کبله چې نژدې ۲۴ ولسي خلک په کې ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي د سودان د ۴۸ میلیون نفوس نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، ۳.۸ میلیون خلک بېځایه شوي او نژدې یو میلیون نور یې نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.