ننګرهار کې په "ملکي خلکو د بمباریو"په ضد مظاهره وشوه

د ننګرهار د هسکې مینې په بمبارۍ کې یوو لس تنه وژل شوي وو.

په جلال اباد کې لسګونو کسانو د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هغه هوايي بریدونه وغندل چې د دوی په باور ملکي وکړي پکې وژل شوي دي.

لاریون د چهارشنبې په سهار د ولایتي شورا له انګړ نه پیل او د ولایت مقام مخې ته پای ته ورسېد.

لاریون کوونکو د بهرنیو ځواکونو هغه دوه هوايي بریدونه وغندل چې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې وشول او دوه ځلې پکې د ځايي چارواکو او خلکو په وینا ولسي خلک په نښه شول.

د لاریون یو سمبالوونکي او ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل" تېره یوه میاشت کې دوه ځل په هسکه مېنه کې بمبار شو، یو ځل پکې لس عام خلک شهیدان شول او بل ځل پکې یولس ملکیان شهیدان شول، مونږ دا بریدونه غندو او له بهرنیو ځواکونو غواړو چې نور دې احتیاط وکړي".

د تېرې پنجشنبې په مازیګر د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې د ناټو ځواکونو طیارې په یو سوزکي موټر بمبار وکړ چې د ځايي چارواکو په وینا یولس ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو ووژل شول، خو ناټو ځواکونو په دغه برید کې د ملکي وګړو وژنه رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه به پلټنې وکړي".

خو په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په یو بیان کې په پاپین کې د دغو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکي وګړو وژل رد کړي دي او ویلي دي چې برید پر وسله والو شوی دی.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي د هسکې مېنې ولسوالۍ کې یې د شوي بمبار په اړه ورسره د قاطع ملاتړ قوماندانۍ ژمنه کړې چې دغه موضوع به وڅېړي او مونږ هیڅکله ددې غوښوونکي نه یو چې په بمباریو کې دې ملکي خلک په نښه شي.