لښکرګاه کې د ولسمشر روحاني د څرګندونو غندلو لپاره لاریون شوی

تېره اونۍ د ایران ولسمشر د اقلیم نړیوال کنفرانس ته وويل، هیواد یې افغانستان کې د اوبو بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاته کیدای

د هلمند ولایت مرکز د لښکرګاه په ښار کې نن د جمعې د ورځې له غرمې وړاندې د دغه ولایت په سلګونو اوسیدونکو او د مدني ټولنې فعالینو د یو سوله ایز لاریون په ترڅ کې د اوبو د بندونو له لارې د افغانستان د اوبو د تنظیم په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لاریون وکړ.

دا لاریون چې سهار لس بجې پیل شوی وو، د غرمې په دولس بجو د پریکړه لیک په لوستلو د ښار په مرکزي برخه کې په سوله ایز ډول پای ته ورسید.

لاریون کونکو د ایران پرضد شعارونه ور کول "مرګ پر حسن روحاني، موږ د بندونو جوړول غواړو، موږ د خپلو اوبو ذخیره کول غواړو، مرګ د ایران پر جاسوسانو او مرګ د افغانستان پر دښمانو".

تېره اونۍ د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې وويل چې هیواد یې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاته کیدای.

د هلمند سلګونو اوسیدونکو او مدنې فعالینو د افغانستان په چارو کې د ایران لاس وهنې وغندلې او د ملي وحدت د حکومت د هغو ترحو ملاتړ يې اعلان کړ چې غواړي د اوبو په مدیریت کې ځانګړې پانګونه وکړي.

د هلمند د مدنې ټولنې مشر سردار محمد سروري امریکاغږ ته وويل چې د افغانستان ګاونډیانو تل د افغانانو په بدبختیو کې خپلي ګټې تعقیب کړي.

ښاغلي سروري وویل "زموږ ملي ګټې چې که هر څوک یې نه مني هغه زموږ دوست ندی، موږ د ملي وحدت د حکومت د هغو ټولو طرحو ملاتړ کوو چې له مخې يې د افغانستان اوبه مهار شي او بندونه پرې جوړ شي".

دغو لاریون کونکو ایران د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته د پوځي مرستو په برابرولو هم تورن کړ. لاریون کوونکو پر ایران ږغ وکړ چې د افغانسان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې څخه لاس واخلي.

خو ایران د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د هر ډول مرستو په باب تورونه بې اساسه بللي دي.

د ډیرو هڅو سره سره د دغه لاریون په هکله په کابل کې د ایران د سفارت د غبرګون په ترلاسه کولو بریالي نه شو.

په لښکرګاه کې نننی لاریون د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني څرګندونو په اړه لومړنی لاریون دی، خو د دې وړاندې په کابل کې هم د مدني ټولنې فعالینو د غونډو په ترڅ کې د هغه څرګندونې غندلې وې.

افغان حکومت هم دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د اوبو بندونو جوړول د دغه حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‌الله ازاد وايي "د افغانستان د اوبو مدیریت د دولت او خلکو له لومړیتوبونو څخه دی او موږ دا مدیریت په قانوني توګه ترسره کوو."

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي امریکا غږ ته وویل "ایران په اوس وخت کې له خپل حق څخه څو برابره زیاتې اوبه ترلاسه کوي " زموږ پیغام ګاونډیو هیوادونو ته دا دی، چې د افغانستان د اوبو مدیریت د هغوی لپاه ګواښ نه دی، بلکې ګډ فُرصت دی، مسلم حق دی، د هیوادونو اړیکې د متقابل احترام او د هیوادونو ملي ګټو ته په درناوي ټینګیدلی شي او موږ غواړو دا ووایو، کومې خبرې چې شوي دي غیرعلمي او د منلو وړ نه دي."

د افغانستان ولسمشر د خپل حکومت په پیل کې ویلي وو، چې د اوبو ۲۱ لوی او کوچني بندونه به په افغانستان کې جوړ کړي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال وایي کوم بندونه چې افغانستان جوړ کړي او یا د جوړولو تابیا یې لري، که د ایران له هغو ۴۰ بندونو سره مقایسه شي، چې د افغانستان پولې سره نږدې یې جوړ کړي او افغانستان ته یې د اوبو د بهیدو مخه پرې ډپ کړې، خورا کمه ده او له امله یې د افغانستان لویدیځه حوزه سخته زیانمنه شوې ده.

کابل او تهران د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې، چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي، خو افغان حکوت وايي، چې له دغې اندازې څو برابره زیاتې اوبه هرکال ایران ته بهیږي.