بشري مرسته کوونکي: لوږه ښایي تر جګړې ډیر خلک په افغانستان کې مړه کړي

د بشري مرستو ادارې وایي ښایي لوږه په افغانسان کې دومره ډیر کسان ووژني چې په تیرو شلو کالونو کې په جګړې کې ندي وژل شوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شاوخوا شپږ میاشتې په پوره کیدو دي، هغه ادارې چې د افغانستان سره بشري مرستې کوي ویره لري چې لوږه ښایي دومره ډیر کسان پدې هیوا کې مړه کړي چې په تیرې شل کلنۍ جګړې کې نه دي وژل شوي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ مسؤل رامز الکبروف په افغانستان کې د خلکو د وضعیت په هکله امریکا غږ ته وویل، "خلک نا هیلي دي. هغوي خپل ماشومان پلوري. هغوي وږي دي او وضعیت ډیر ډیر بوږنونکی دی".

په افغانستان کې اوس مهال ۲۳ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ټولو وګړو په دریو کې دوه برخې کیږي. ملګري ملتونه وایي چې د خلکو اړتیاوې ضروري دي او د هغو کسانو شمیر د تیر کال په پرتله ۳۰ په سلو کې ډیر شوی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) چارواکي وایي چې په افغانستان کې نهه ملیونه کسان د قحطۍ څخه یوازې یو ګام لیرې دي.

د دې نړیوالې ادارې سیمه ایزې مشرې انتیا وب د کابل څخه امریکا غږ ته وویل، "دا چې وضعیت په څومره چټکۍ او کومې اندازې په هیواد کې په هر وګړي اغیز وکړ، بیخي غیرې عادي دی".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې همدرانګه ویلي چې لوږه یوازې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې نه بلکې د افغانستان په ښاري سیمو کې هم خلک ځپي. هغه وایي په افغانستان کې د "ناورین په سر ناورین او بیا بل ناورین" راغلی.

د تیر کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د بشري مرستو ادارو اندیښنه درلوده چې ښایي طالبان به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کاندي خو طالبان پدې پوهیدل چې نړیوالو مرستندویه ادارو ته اړتیا لري او په همدې خاطر یې د کوم خنډ پرته ددې ادارو کار ته اجازه ورکړې.

د بشري مرستو یو شمیر ادارې حتی وایي چې د پخوا په پرتله اوس دوی کولی شي چې د افغانستان هغو سیمو ته هم مرستې ورسوي چې پخوا د جګړې له کبله نشوی ورتلی.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي یان ایګلانډ پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " مونږ هغو ځایونو ته تلی شو چې پخوا د پر له پسې ډزو، محدودیتونو او جګړې له کبله نشوی ورتلی".

خو د دې خیریه مؤسسې دا چارواکي وایي سره لدې چې د کابل په ګډون په ښاري سیمو کې د هغوي کار آسانه شوی خو لا هم په ځینو کلیوالو سیمو کې د طالبان ځایي قوماندانان د هغوي کار کوونکو ته سرخوږی پیدا کوي.