راپور: افغانان د طالبانو د ظلم او لوږې د تهدید ترمنځ ایسار دي

د بشري‌ حقونو څار ډله وايي چې نړیوال دې باید په طالبانو فشار راوړي‌ چې بشري‌ حقونو ته درناوی وکړي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې بشري بحران او د افغانانو د بشري حقونو کړکیچ نور هم خراب شوي دي.

د دغه سازمان په کلني راپور کې، چې نن پنجشنه جنوري ۱۳ (مرغومې۲۳) خپور شوی، ویل شوي دي‌ چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو د حقونو پرمختګ او د رسنیو ازادي په شا تمبول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي‌ چې اوس په افغانستان کې بشري کړکیچ په غمیزې بدل شوی دی.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مشره پټرېشا ګروسمن د دغه راپور په یوې برخې کې ویلي: «افغانان د طالبانو د ظلم او لوږې د تهدید ترمنځ ایسار دي.»

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او ورسره د بشري حقونو اکثریت نړیوال سازمانونه له افغانستان څخه ووتل او اکثریت هېوادونو خپل سفارتونه وتړل.

مېرمن ګروسمن له دغو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره مرستې روانې وساتي.

هغې ویلي دي: «هغه حکومتونه چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې دخیل وو، د تعلیم او روغتیا په ګډون، باید بشري مرستې وکړي او اساسي خدمتونه وړاندې کړي او تر څنګ یې د طالبانو له لوري د حقونو [بشري حقونو] د سرغړونې د مخنیوي لپاره دې له خپل نفوذ څخه وکار واخلي.»

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې بشري او په خاص ډول د ښځو حقونو ته به درناوی کوي،‌ خو یو لړ شرایط او اصول یې اعلان کړل چې ورسره د ښځو حقونه محدود شول.

په دې سربېره، د طالبانو حکومت په رسنیو او مطبوعاتو باندې هم یو لړ محدودیتونه ولګول او له یو شمېر خبریالانو سره یې زور زیاتی او تاوتریخوالی هم کړي دي.

د رسنیو د ملاتړ ټولنې وایي چې وايي د طالبانو له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې ۷۰ سلنه تلویزونونه او نورې رسنۍ تړل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري‌ حقونو د څار ډلې د راپور موندنې ردې کړي دي.‌

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د ښځو د حقونو په اړه» د دغه سازمان د راپور «اندېښنه بې ځایه» بولي او د طالبانو له راتګ وروسته «په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي» شوي دي.

د ښځو حقونو ته درناوی، په سیاست او ټولنې کې د هغوی مشارکت او د بیان او رسنیو ازادي په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې لویې لاس ته راوړنې بلل کېدې.