څیړنه: نړۍ کې د اتومي وسلو شمیر ډیریږي

په یوې څیړنې کې چې نتیجه یې دوشبنه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) خپره شوې، معلومه شوې چې د ۳۵ کالونو څخه وروسته چې په نړۍ کې د اتومي وسلو شمیر مخ په کمیدو و، ښایي په راتلونکې لسیزې کې د دې وسلو شمیر پداسې حال کې ډیر شي چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې ستونزې ډیرې شوې.

په نړۍ کې ۹ هیوادونه دي چې اتومي وسلې لري.

د سټاکهلم د نړیوالې سولې او څیړنې انسټیټیوټ د اټکل له مخې برتانیه، چین، فرانسه، هند، اسرائیل، شمالي کوریا، پاکستان، متحده ایالات او روسیه چې د نړۍ اتومي لرونکي هیوادونه دي، د ۲۰۲۲ کاله په پیل کې یې دغو ټولو هیوادونو ۱۲۷۰۵ اتومي سرګلولې درلودلې.

دې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د دې اتومي سرګلولو په شمیر کې ۳۷۵ اضافه شوي.

که څه هم چې په څیړنې کې معلومه شوې چې اوس په نړۍ کې د اتومي سرګلولو شمیر مخ په ډیریدو دی خو بیا یې هم شمیر د ۱۹۸۶ کال په پرتله ډیر کم شوی ځکه چې روسیې او متحده ایالاتو دواړو د سړې جګړې د پای ته رسیدو وروسته په تدریجي توګه د خپلو وسلو شمیر کم کړی.

په ۱۹۸۶ کال کې په ټولې نړۍ کې ۷۰ زره اتومي سرګلولې وې.

د SIPRI په څیړنې کې ویل شوي چې د وسلو د کمولو زمانه داسې ښکاري چې مخ په پای ته رسیدو وي او د اتومو وسلو د جبه خانو د ډیروالي خطر دومر له وړې کچې ته رسیدلی چې د ساړه جنګ راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی.

د دې راپور یوه لیکوال مات کورډا د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " مونږ به داسې یوې نقطې ته ورسیږو چې د ساړه جنګ راپدیخوا به د لومړي ځل لپاره به په نړۍ کې د اتومي وسلو شمیر ډیر شي.دا به ډیره خطرناکه وي".

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې تیر کال د اتومي وسلو په شمیر کې جزوي کموالی راغلی و خو توقع دا ده چې په راتلونکې لسیزې کې به یې شمیر ډیر شي.

دې څیړنیز مرکز پداسې حال کې د اتومي وسلو د ډیروالي خبر ورکړی چې په اوکراین د روسیې د یرغل پر وخت جمهور رئیس ولادمیر پوتین پخپلو خبرو کې څو ځله د اتومي وسلو څخه کار اخیستو ته اشاره وکړله.

او بلې خوا د چین او برتانیې په ګډون ګڼ شمیر هیوادونه چې اتومي وسلې لري، په رسمي او غیر رسمي توګه یې د خپلو وسلو د عصري کولو او یا ډیرولو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

د نړۍ ۹۰ په سلو کې اتومي وسلې د متحده ایالاتو او روسیې سره دي. روسیه د اتومي وسلو د شمیر له کبله د نړۍ تر ټولو ستر اتومي ځواک دی او د روان ۲۰۲۲ کال په سر کې یې د اتومي سرګلولو شمیر ۵۹۷۷ و چې د تیر کال په پرتله یې په شمیر کې ۲۸۰ کمی شوی.

په څیړنې کې معلومه شوې چې ګمان کیږي د روسیې څه باندې ۱۶ سوه اتومي سرګلولې په سمدستي توګه د فعالیت په حال کې وي.

تر روسیې وروسته متحده ایالات د نړۍ دویم اتومي ځواک دی او ۵۴۲۸ اتومي سرګلولې لري چې د تیر کال راهیسې یې ۱۲۰ کمې شوې.

چین د ۳۵۰ اتومي سرګلولو په لرلو سره دریم مقام لري. برتانیه ۲۲۵، پاکستان ۱۶۵، هند ۱۶۰ او اسرائیل ۹۰ اتومي سرګلولې لري.

سره لدې چې ۸ هیوادنو په رسمي توګه منلې چې اتومي وسلې لري خو اسرائیل یوازینی اتومي ځواک دی چې لا یې هم په رسمي توګه د اتومي وسلو لرل ندي منلي.

پدې څیړنې کې همدرانګه معلومه شوې چې شمالي کوریا د لومړي ځل اوس مهال ۲۰ اتومي سرګلولې لري خو دا هیواد په کافي اندازه مواد لري چې ۵۰ اتومي سرګلولې تولید کاندي.

سره لدې چې برتانیې، چین، فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو چې پنځه واړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي او اتومي ځواکمن هیوادونه دي، د ۲۰۲۲ کال په سر کې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي و چې د اتومي وسلې جنګ ګټل کیدی نشي او هیڅکله باید ددې وسلو جګړه ونشي، خو د SIPRI په څیړنې کې معلومه شوې چې دا پنځه واړه هیوادونه لا هم د خپلو اتومي وسلو د جبه خانو عصري کیدل جاري ساتلي او داسې ښکاري چې پخپلو نظامي تګلارو کې د دې وسلو اهمیت ډیروي.

په راپور کې ویل شوي چې چین د پام وړ توګه د خپلو اتومي وسلو د جبه خانې په پراختیا بوخت دی او د سټلایټ څخه اخیستل شوي انځورونه ښیي چې دغه هیواد د ۳۰۰ نویو توغندیو لپاره د ځای پر ځای کولو ډیپو جوړوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم ویلي چې ښایي تر ۲۰۲۷ کاله پورې چین ښایي ۷۰۰ اتومي کوپړۍ ولري.