ټرمپ: د روژې میاشت "یوې همغږې ټولنې ته د رسیدو فرصت" دی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په ویاړ په یو پیغام کې د امریکا او نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې دغه میاشت د یوې لا همغږې او لا محترمې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره یو ښه فرصت دی.

ښاغلي ټرمپ په یو پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ د غوایي میاشتې په ١٥ خپور شوی روژه نیول او نورو سره ښه کول ددغې میاشتې د عمده فرایضو په توگه اشاره کړې چې مسلمانان یې په روژه کې کوي.

پدغه پیغام کې چې د سپینې ماڼۍ په ویبپاڼه خپور شوی ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې پدغه معنوي سفر کې چې مسلمانان یې د خدای څخه د شکر د ادا کولو رحمت او بخښنې غوښتلو لپاره کوي، مونږ ټولو ته دا فرصت راکوي چې د هغو نعمتونو په اړه مننه وکړو چې مونږ ته راکړل شوي او د یو بل سره د لا زیات مشارکت او همکارۍ په لار کې هڅه وکړو.

ښاغلی ټرمپ وایي میلانیا ټرمپ هم ددې میاشتې د لمانځلو لپاره له هغه یوځای خپلې ښې هیلې د امریکا او نړۍ مسلمانانو ته رسوي.