ملګري ملتونه: ایران په لوړه کچه د یورانیمو غني کول روان ساتلي

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر وایي د ملګرو ملتونو د غوښتنې سره سم چې په لوړه کچه د یوریانیمو غني کولو بندیدل یې غوښتي خو ایران لا هم په لوړه کچه د یوارنیمو غني کول روان ساتلي چې د سوداګریزو اهدافو لپاره ترې کار نه اخیستل کیږي.

رافایل ماریانو ګروسي چې د ایران د اتومي پروګرام او یورانیمو غني کیدو د کچې په هکله یې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ته د معلوماتو ورکولو وروسته د رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې وویل سره له دې چې د تیر کال راهیسې ایران د یورانیمو غني کول یو څه ورو کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ایران هره میاشت تقریباً اووه کیلو ګرامه یوارنیم تر ۶۰ فیصدو پورې غني کوي.

تر ۶۰ فیصدو پورې یورانیمو غني کول دې ته نږدې دي چې په وسلو کې ترې کار واخیستل شي او د اتومي برېښنا د تولید لپاره ترې د سوداګریزو مقاصدو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

سره له دې چې ایران تل دا ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او اتومي وسلې نه جوړوي خو په نړۍ کې هیڅ یو هیواد چې په دومره لوړه کچه یوریانیم یې غني کړي، په وسلو کې د کار اخیستو پرته یې په بل ځای کې نه دي کارولي.

ښاغلي ګروسي تیره اوونۍ هم په دوبۍ کې د نړیوالو حکومتونو مشرانو په غونډې کې خبرداری ورکړی و چې ایران د خپل اتومي پروګرام په هکله په بشپړه توګه شفاف نه دی.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي په دوبۍ کې یوې غونډې کې ویلي وو "کله چې د اتومي فعالیتونو خبره راشي، ایران داسې یو مخ وړاندې کوي چې په بشپړه توګه شفاف نه دی". ښاغلي ګروسي زیاته کړه چې د ایران دا ډول کړنې خطر ډیروي.

ایران د ۲۰۱۸ کال راهیسې چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره یې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې اتومي موافقه له منځه ولاړه، په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي.

تهران د هماغې نیټې راهیسې دومره غني شوي یوریانیم راټول کړي چې که وغواړي اتومي وسلې جوړې کړي، کولی یې شي.

خو د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې او نور هیوادونه چې د ایران اتومي پروګرام څاري، په دې نظر دي چې لا هم تهران د اتومي وسلو په جوړولو لاس ندی پورې کړی.

ایران ته د ۲۰۱۵ کال په موافقې کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره یې کړې وه، اجازه ورکړل شوې وه چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یوانیم غني کولی شي خو په ۲۰۱۸ کال کې چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس لدې موافقې خپل هیواد وویست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول، ایران په لوړه کچه د یورانیمو غني کول ډیر کړل.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د تیر کال د جون څخه تر نومبر میاشتې پورې ایران هره میاشت درې کیوګرامه یورانیم غني کول خو د کال په پای کې یې نهو کیلو ته پورته کړل.

سره له دې چې ایراني چارواکو تل دا ټینګار کاوه چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او اتومي وسلو جوړولو نیت نلري خو ددې هیواد چارواکو د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا په جار دا خبر کوي چې یوارنیم یې تر هغې کچې غني کړي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار، کمال خرازي تیر کال د الجزیرې تلویزیون ته ویلي و چې دا هیواد په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

د ایران په دولتي تلویزیون کې د دې هیواد د اتومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر علي اکبر صالحي هم څه موده وړاندې ویلي و چې تهران د اتومي وسلې جوړولو لپاره ټول لازم مواد لري.

ښاغلي صالحي پدې مرکې کې د بیلګې په توګه وویل چې د یو موټر لپاره چې کومې پرزې په کاریږي، ایران همداسې پرزې د اتومي بم جوړولو لپاره لري.

هغه ویلي، " مونږ د اتومي ساینس او ټکنالوژۍ ټولې ټوټې لرو. زمونږ په لاس کې دي".