ملګري ملتونه: ایران له اتومي تړون څخه سرغړونې کړي

د ملګرو ملتونو داتومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۱) راپور ورکړ چې څارونکو یې د یورانیمو نمونې په یوه داسې سیمه کې موندلي دي چې ایران یې په اړه دې ادارې ته معلومات نه و ورکړي.

دا اول لومړی ځل دی چې اتومي انرژۍ نړیواله اداره دا سې یو څه تایدوي، تر دې مخکې امریکا او اسریلو هم ویلي دا خبره کړې وه.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل درې میاشتني رارپو کې چې غړو هیوادونو ته یې لیږلی او اسوشیتدپرس ترلاسه کړی دی، د ایران د یورانیمو د دغه مرکز د موقعیت په هکله معلومات نه دي په ډاګه کړي.

دغې ادارې ویلي چې د ایران د نیمه غني شويو یورانیمو ذخیرې لاهم په زیاتیدو دي او دا د ٢٠١٥ کال د اتومي موافقې څخه سرغړونه ده.

یادې ادارې دا هم تایید کړی چې ایران د "فردو په مرکز" کې د ځمکې لاندې یورانیم غني کوي چې دا هم د ۲۰۱۵ کال په اتومي موافقې کې منع شوی و.

ایران د فردو مرکز

د اتومي انرژۍ اداره دغه راز وايي چې ایران د یورانیو د غني کولو کچه ۴.٥ فيصده کړې چې د موافقې په اساس باید د ۳.۶۷ فیصدو څخه لوړه نه وي.

د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اروپايي اتحاد د باندنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا له ایران سره د شوې موافقې ننګه وکړه او هغه یې بیا تایید کړه.

د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسې مشرې فریدریکا موغیرني وویل چې غړو هیوادونو یوځل بیا شوې موافقې ته خپل تعهد څرګند کړ او هغه یې امنیت ته اړینه وګڼله.

هغې وویل چې سره له دې چې ستونزې به وي خو دوی به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي چې دغه موافقه په بشپړ ډول پلي شي.