ملګري ملتونه ایران سره په لوړه کچه د یورانیمو غني کیدو د راپورونو په ریښتینولۍ غږیږي

که یوارنیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ څار ادارې یکشنبه فبروري ۱۹ (سلواغې ۳۰) ویلي چې د ایران سره پدې غږیږي چې تائید کړي آیا په ریښتیا یې په اتومي بټیو کې یوارنیم تر ۸۴ سلنې غنې کړي که نه.

ملګرو ملتونو دا اقدام وروسته تر هغه وکړ چې د بلومبرګ خپرونې راپور ورکړ چې په ایران کې یې تر ۸۴ سلنې غني شوي یوارنیم موندلي، هغه څه چې که تر ۹۰ سلنې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

ایران د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې راپدیخوا یورانیم تر ۶۰ سلنې غني کوي خو دې هیواد چې تور پرې دي د اتومي وسلو جوړولو نیت لري او تل یې ټینګار کړی چې د یورانیمو غني کول یې ملکي مقصد لري، د فردو په اتومي بټۍ کې یې هم د یورانیم غني کول پیل کړل.

دا بټۍ په غرونو کې دننه جوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ایران کې تر ۸۴ سلنې د یورانیم غني کیدو د راپور په هکله په ټویټر کې لیکلي، "په ایران کې د یورانیمو د غني کیدو د کچې په هکله د مطبوعاتو په راپورونو خبر یو. د اتومي انرژۍ د څار نړیواله اداره د ایران سره د تائیدۍ د تازه کړنو په هکله خبرې کوي او هر څومره چې مناسب وي، د دې ادارې مدیریه هیت ته به اطلاع ورکړي".

د ملګرو ملتونو دا اداره چې په ایران کې اتومي بټۍ ګانې تفتیش کوي پخپلو راپورونو کې چې مدیریه هیت ته یې په منظمه توګه هر درې میاشتې ترتیبوي، ویلي چې د ایران په کړنو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي تازه یې د ایران د اتومي فعالیتونو په هکله کوم راپور ندی خپور کړی خو د بلومبرګ خپرونې د دې ادارې د دوو جګپوړو دپلوماتانو په حوالې لیکلي چې دا اداره کوښښ کوي واضح کړي چې ایران څنګه یوارنیم تر ۸۴ سلنې غني کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د اتومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې متفشین باید معلومه کړي چې آیا ایران په قصدي توګه دا مواد تولید کړي او یا سهواً د پایپونو په شبکو کې ټول شوي چې سلګونه سنټرفیوژونه یې د یو بل سره تړلي دي.

په راپور کې د دپلوماتو په حوالې دا هم لیکل شوي چې ښایي په سنټرفیوژونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله دا مواد په غلطۍ سره راټول شوي وي ځکه چې داسې پیښه پخوا هم شویده.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.