د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د سیمې فاینل لوبډلې معلومې شوې

هند په نړیوال جام کې په ګروپي لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه

هند، نیوزلنډ، پاکستان او انګلنډ په استرالیا کې د ۲۰۲۲ د کرکت د شل اوریز نړیوال جام سیمې فاینل لوبو ته ووتل.

وروستۍ ګروپي لوبې د یکشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم۱۵) وشوې چې هالنډ جنوبي افریقا، پاکستان بنګله دېش او هند زمبابوې ته ماتې ورکړې او د نیمه پایلوبلو لپاره لوبډلې په کې مشخصې شوې.

هند په خپلو پنځو ګروپي لوبو کې څلور وګټلې او یوه یې په جنوبي افریقا وبایلله او په دې ترتیب یې په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل او نیمه پایلوبې ته ووت.

د هند په ګروپ کې بله لوبډله پاکستان و چې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره یې نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

نیمه پایلوبې ته د پاکستان د ورتګ چانس هغه وخت زیات شو چې هالنډ په ګروپي لوبو کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او سیمې فاینل ته یې له ورتګ څخه محرومه کړه.

نیوزلنډ او انګلنډ چې د افغانستان سره په یو ګروپ کې وو، په ترتیب سره په ګروپ کې لومړی او دویم مقامونه وګټل او سیمې فاینل ته ووتل.

کوربه هېواد استرالیا هم ونشو کولای چې نیمه پایلوبې ته ووځي.

لومړۍ سیمې فاینل به د چهارشنبې په ورځ نومبر نهه د استرالیا د سډني د کرکټ په میدان کې د پاکستان او نیوزلنډ ترمنځ‌ وي‌ او دویمه به یې د پنجشنبې په ورځ د استرالیا د اډالایډ د کرکټ په میدان کې د هند او انګلنډ ترمنځ وي.

د دغو لوبو دوې ګټونکې لوبډلې به فاینل ته وځي چې د نومبر په ۱۳ نېټه د میلبورن د کرکټ په میدان کې کېږي.

افغانستان په خپلو ګروپي لوبو کې یوه لوبه هم ونه ګټله.‌ دوې لوبې یې د باران له کبله لغوه شوې او درې یې وبایللې.