د هاګ محکمې څارنوال: د اسرائیل او حماس د مشرانو د نیولو حکم دې صادر شي، نتنیاهو دا تاریخي غضب بللی

د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې نن دوشنبه مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) د اسرائیل د صدراعظم بینامین نتنیاهو په ګډون د اسرائیل او حماس د ډلې د یو شمېر لوړ پوړیو مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې مشر څارنوال کریم خان وویل چې د دغو کسانو په اړه یې پرېکړه د اسرائیل-حماس ترمنځ د روانې جګړې له کبله کړې ده.

کریم خان وویل چې د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو، د هغه ددفاع وزیر یواف ګالنت او د حماس ډلې درې مشران یحی سنوار، محمد ضیف او اسماعیل هنیه په غزې او اسرائیل کې د جنګي جنایتو او بشر په ضد جنایتونو مسئول دي.

نوموړي د اسرائیل د اقدماتو په اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د ولسي خلکو په ضد د جګړې د وسیلې په توګه د قحطۍ کارول (راوستل)، نور بریدونه او ډله ایزه سزا ورکوونه سخت او په لویه کچه پېژندل شوي... په دوی کې سوء تغذیه، د اوبو کموالی، عمیق رنځ، د نوي زېږېدلیو او نورو ماشومانو او ښځو په ګډون د فلسطین د خلکو ډېره مړینه شامل» دي.

نوموړي همدغه راز په دې اعلامیې کې د حماس د اکتوبر اوومې نېټې د بریدونو په اړه ویلي دي چې هغه په خپله «د دغو بریدونو ویجاړونکې شېبې او د غیر وجداني جنایاتو ژورې اغیزې چې په ننيو وړاندیزونو کې مطرح شوي» لیدلي دي.

نوموړي ویلي دي چې د بریدونو د پاتې شویو سره په خبرو کې معلومه شوې « چې څنګه د یوې کورنۍ عشق او له اولاد سره د میندو او پلرونو مینه د دغه سنجول شوي ظلم او بې عاطفکۍ له لارې» ړنګه شوې او «یو ژور درد، چې نه درک کېږي» ایجاد کړی دی. کریم خان وویل: «دا کړنې حساب او کتاب غواړي.»

په همدې حال کې د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو د جرمونو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه «تاریخي غضب» یاد کړی دی.

هغه وویل: «تاسو باید دا خبره واورئ چې باور مو وشي. په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه د جنګي مجرمینو په توګه د اسرائیل د حکومت او پوځي لوړ پوړیو مقاماتو د نیولو په اړه د حکم په خپرولو غور کوي.» هغه دا د تاریخي پېښو او ابعادو په اړه «غضب» وباله.

نتنیاهو زیاته یې کړه: «د جرمونو نړیواله محکمه او نورې ادارې د یهودانو په ضد هالوکاست له پېښې وروسته رامنځ ته شوې. دوی ایجاد شول چې د دا ډول وحشتونو او د اینده نسل وژنې مخه ونیسي.»

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا تقریبآ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل. په غزې کې د روغتیا مسئولین وایي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۳۵۰۰۰ فلسطینیان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه داسې مهال د اسرائیل او حماس د مشرانو د نیولو غوښتنه کوي، چې څه موده مخکې د جنوبي افریقا حکومت دغې محکمې ته عریضه کړې وه او اسرائیل یې په غزې کې په عامه وژنې تورن کړی و. کولمبا او برازیل هم د جنوبي افریقا د دغې عریضې ننګه کړې وه.

اسرائیل دا ټول تورونه رد کړي او وايي چې د ځان دفاع کوي.

د بشري حقونو څار ډلې وايي چې د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي نه دي، خو اخلاقي‌او حقوقي وزن لري چې بالاخره به په نړیوالو قوانینو کې ثبت شي.