بحران نړیواله ډله: د سیمې هیوادونه طالبانو سره په اړیکو کې له زغم څخه کار اخلي

د بحران نړیوالې ډلې (ICG) واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان او ددغه هیواد د ګاونډیانو او سیمې د هیوادونو د اړیکو په اړه په یو راپور کې ویلي چې دا هیوادونه د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره د طالبانو حکومت سره په اړیکو کې دي.

دغې ډلې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۳۰(سلواغې لسم) په خپل راپور کې د داعش، پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) او نورو ترهګرو ډلو له لورې د سیمې هېوادونو ته د متوجه ګواښونو، د رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو د هڅو او ځینو انکشافي پروژو د پیل د اغیزو په اړه معلومات ورکړي.

په دې راپور کې ویل شوي په داسې حال کې چې د نړۍ اکثر هیوادونه د ښځو او نجونو د حقونو د محدود کولو له کبله طالبانو سره د اړیکو لرلو څخه ډډه کوي، د افغانستان شاوخوا هیوادونه د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره له هغوی سره په اړیکه کې دي. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان د پخوانیو افغان مشرانو په څیر افغانستان د سیمې د اتصال مرکز په توګه یادوي.

راپور وايي: " د طالبانو په اړه د سیمې د هېوادونو سیاستونه متفاوت دي، که څه هم ټول په دې باور دي چې له دغه رژیم سره اړیکه ضروري ده، خو تر دې دمه یې تعامل محدود دی. کابل او سیمه ایز شریکان یې هڅه کوي چې د علاقې وړ دوه اړخیزو مسائیلو په اړه غیر رسمي او موقت چلند رامنځ ته کړي، چې د سوداګریزو اړیکو ښه والی، د اوبو په سر د اختلافاتو مدیریت او د نړیوالې اورپکۍ مخنیوی په کې شامل وي."

په دې راپور کې ویل شوي چې ددې سره سره چې دا یوه د ستونزو ډکه خو ارزښتناکه هڅه ده او باید د لودیځ هیوادونه یې مخه ونه نیسي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو انکاراو پر ښځو او نجونو باندې د سختو ټولنیزو مقرراتو لګولو له امله لږ تر لږه د اوس لپاره د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو فرصت ختم کړی.

راپور کې ویل شوي: "حتی لکه چې لویدیځو هیوادونو د طالبانو سره ملاقاتونه فسح کړي، بیا هم سیمه سیز لوبغاړو کابل سره د لا زیاتو اړیکو غوښتنه کړې ده. ځینو یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند په ځانګړي ډول په ثانوي دورې او لوړو تعلیمي ادارو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز غندلی خو په عمومي ډول سیمه ییزو چارواکو دې ته تمایل نه دی ښودلی چې د ښځو او نجونو د ښځو څخه پر ملاتړ تينګار وکړي. په عین وخت کې هغوی قانع شوي چې د خپلو هیوادونو د ګټو د خوندیتوب او په اوږده موده کې د طالبانو د چلند د منځلارې کیدو لپاره ښه لار د اړیکو نه لرلو پرځای کابل سره د زغم او مشورو څخه کار اخیستل دي".

په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت له خوا د بیا رغونې د ځینو پروژو په ځانګړي ډول د اوبو د بندونو یادونه شوې او ویل شوي چې ددغو پروژو په پلي کولو کې د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول اوزبیکستان او ایران سره د سلامشورو د نه کولو له امله دغو هیوادونو سره اړیکو کې ترینګلتیا شته دی.

په دې راپور کې د طالبانو د سرحدي ساتونکو او د ځینو ګاونډیو هیوادونو سره سرحدې شخړو یادونه هم شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې په ډیرو اقداماتو کې لویدیځ هیوادونو ونډه نلرله، خو دا راپور وايي چې په ځانګړي ډول اروپايي هیوادونه به د یوې باثباتې او په خپل ځان متکي سیمې څخه چې د نشه يي توکو، د کډوالۍ او تروریزم منبع نه وي ګټه پورته کړي.

د بحران نړیوالې ډلې د لودیځې نړۍ له خوا پر طالبانو باندې بندیزونه د کابل او د سیمې هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخیدو په برخه کې یو خنډ ګڼلی دی.

دا راپور په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د سیمه‌ ایزې همکارۍ ابتکار تر نامه لاندې د جوړې شوې غونډې یوه ورځ وروسته خپور شوی دی.

په کابل کې په دغه غونډه کې افغانستان لپاره د روسیې، چین او ایران د ځانګړو استازو ترڅنګ د هند، اندونیزیا او ترکیې په ګډون د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو سفیرانو او دپلوماتانو برخه اخسیتې وه.

ددې غونډې د پای ته رسیدلو وروسته تیرماښام د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خبریالانو ته وویل چې د افغانستان سیمه ییز ابتکار غونډې کې د یوولس ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او دپلوماتانو ګډون کړی وو.

همدشان ښاغلي متقي وویل د غونډې ټولو ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وباله او په سیمه کې کې تاوتریخوالي ته زمینې د برابرولو حرکتونو سره یې مخالفت وښود.

همداراز ښاغلي متقي وویل، چې په دې غونډه کې د لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، د اوسپنې پټلۍ پروژو د عملي کارونو په پیل باندې په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.