بلخ کې د سره صلیب یوه بهرنۍ کارکونکې په ډزو وژل شوې

دغه پيښه نن سهار په مزارشریف کې د سره صلیب د اورتوپیدي په مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

بلخ ولایت کي سیمه‌ییز چارواکي او د سره صلیب نړیوالې کمیټې مسولین وايي، چې نن سهار په بلخ ولایت کې د دغې ادارې یوه ښځینه کارکونکې د دندې پر مهال د یو وسله‌وال کس د ډزو په نتیجه کې وژل شوې ده.

کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین ایاز امریکا غږ آشنا ته وویل، وژل شوې میرمن باندې د مزارشریف ښار د سره صلیب د اورتوپيدي په مرکز کې دننه برید وشو.

د ښاغلي ایاز پر وینا، له ډزو وروسته د سره صلیب دغه کارکونکې د درملنې لپاره د مرمل کمپ ته ولیږدول شوه، خو روغتیايي ډله د هغې په ژغورولو بریالۍ نه شوه او هلته یې ساه ورکړه.

هغه وویل "موږ د خپلې همکارې په وژلو سخت غمجن او خواشیني یو، تر اوسه معلومه نه ده چې دقیقاً په هغې سیمه کې څه پيښ شوي، د ملي امنیت ریاست د معلومات له مخې، هغه کس چې زموږ پر همکار ډزې کړې دي، نیول شوی دی".

ښاغلي ایاز زیاته کړه، چې د پیښې په تړاو تحقیقات پیل شوي او بشپړ معلومات به له تحقیقاتو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرخان دُراني امریکا غږ آشنا ته وویل، دغې بهرنۍ ښځې چې د معلولینو د درملنې په برخه کې کار کوه، د خپل دوو ناروغانو له خوا وژل شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې بریدکونکو دغه ښځه د کلاشینکوف په ډزو وژلې او له برید وروسته دواړه نیول شوي دي.

ښاغلي دُراني د دغې بهرنۍ ښځې د هویت په اړه بې‌خبري وښوده او ویې ویل، پولیس د هغو بهرنیانو د هویت په اړه معلومات نه لري، چې په افغانستان کې کار کوي.

لا تر اوسه د دغې ښځې د وژلو لاملونه روښانه شوي نه دي، خو په دې برخه کې د پولیسو له خوا تحقیقات دوام لري.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند وايي، چې دغه بهرنۍ ښځه یوه فزیوتراپیسته وه او په مزارشریف ښار کې یې د دغې کمیټې د اورتوپیدي په مرکز کې کار کوه.

لا تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شوې میرمن د کوم هیواد اوسیدونکې وه، خو ښاغلي آیاز وویل، چې د هغوی پر کارکونکۍ باندېبرید د سره صلیب پر کمیټې باندې د برید په معنی دی.

دغه برید په داسې حال کې شوی، چې په جوزجان ولایت کې د سره صلیب دوه تښتول شوي افغان کارکونکي، تیره اونۍ د تښتونکو له خوا بیرته خوشې شول.

له دې مخکې هم د دولت وسله‌والو مخالفینو د روان عیسوي کال په فبروري میاشت کې د جوزجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې د سره صلیب د کارکونکو د موټرو پر یو کاروان برید وکړ او په نتیجه کې یې د دغې کمیټې شپږ کارکونکي ووژل شول، چې په غبرګون کې یې د سره صلیب کمیټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول، خو د یوې مودې له تیریدلو وروسته یې بیرته پیل کړل.