سره میاشت د سلګونو طالبانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارلي

افغاني سره میاشت د نورو فعالیتونو سربیره هر کال یو شمیر بې وزلو کورنیو سره د خوړو مرستې هم کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې په تیر یوه کال کې یې د طالبانو ۵۳۸ جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

د سرې میاشتې د ټولنې سکرتر جنراله نیلاب مبارز د سه شنبې په ورځ د (مۍ ۸) د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ ورځ په لمانځغونډه کې وویل چې تیر کال کې د افغان ځواکونو او طالبانو ۱۱۱۴ جسدونه د هفوی کورنیو ته سپارلي دي.

میرمن مبارز وايي په تیر یوه کال کې یې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ ۳۰۰۰ پیغامونه تبادله کړي دي.

میرمن مبارز وايي ‪"د اجسادو انتقال دواړو لورو ته شوی، ۱۱۱۴ جسدونه د دوی کورنیو ته انتقال شويدي. ۵۷۶ جسدونه د دولتي امنیتي ځواکونو پورې مربوط وو او ۵۳۸ جسدونه مخالفینو پورې تړلي وو‪".

Your browser doesn’t support HTML5

د جګړې له میدان څخه د مخالفینو او حکومتي ځواکونو د جسدونو د انتقال بهیر

په ورته وخت کې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر وايي، چې د ( می ۵) په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي او ژر به د طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې د دوی فعالیتونه بیرته له سره پیل شي.

د ۲۰۱۹ کال د (اپریل ۱۲) د سره صلیب کمیټې د طالبانو د ګواښونو له کبله خپل فعالیتونه بند کړل او لا تر اوسه یې فعالیتونه بند دي.

په افغانستان کې د سره صلیب یا ای سي آر سي مشر خوان پدرو شیخر امریکا غږ ته وویل چې درې ورځې وړاندې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر سره لیدلي او هغوی ته یې د سره صلیب د خپلواکۍ ویلي.

د ښاغلي شیخر په وينا طالبانو یې پيغام اوریدلی او ښايي ژر به د سره صلیب فعالیتونه د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې پيل شي.

ښاغلی خوان پدرو شیخر وايي ‪"تمه لرو، چې دا بندیزونه ژر له منځه یوړل شي. تر اوسه دا بندیزونه لا په خپل ځای دي او د دوی تصمیم ندی بدل شوی‪".

خو سره صلیب وايي، یوولس دفترونه او اووه روغتیايي مرکزونه یې فعال دي.

د سره صلیب کمیټه وايي، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د وژل شوو د جسدونو انتقال او د زندانیانو سره د هغوی د کورنیو لړۍ هم درېدلې ده.

ښاغلی خوان پدرو شیخر وايي ‪"کوم پروګرام چې مونږ یې د افغاني سرې میاشتې له لارې تطبیقوو او د جګړو له سیمو د جنګیالیو، عساکرو او د امنیتي سرتیرو د وژل شوو جسدونو انتقال د دوی کورنیو ته تراوسه ځنډیدلی دی. تمه ده چې ژر بیرته پيل شي، له زندانیانو سره د هغوی د کورنیو د غړو د لیدنې پروګرام هم محدود شوی دی‪".

د سره صلیب کمیټه په داسې وخت کې د خپل فعالیت په هکله څرګندونې کړي چې افغانستان لا هم سختې خونړۍ جګړې ځپي. دوی له ښکیلو جنګي غاړو وغوښتل شول، چې جګړه ودروي او نور خلک قرباني نه کړي.