د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو د ویش بهیر پای ته ورسید

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت اداره وايي، چې د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکوونکو لپاره د کاغذي تذکرو د ویش لړۍ نن په رسمي ډول پای ته ورسیده.

دغه بهیر شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پیل شوی وو، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۵.۲ میلیونه کاغذي تذکرې رایې ورکوونکو باندې ویشل شوي دي.

د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رئیس همایون محتاط د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د دغې ادارې یو شمیر ډلې په ځینو ولسوالیو کې تر راتلونکو څوو میاشتو د بې‌ځایه شویو کډوالو لپاره د تذکرو د ورکولو ماموریت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه "د پروسې له پیل څخه تر نن ورځ شاوخوا ۶۳۸۹ د اساس کتابونه، چې په هر کتاب کې په اوسط ډول ۸۲۰ ریکارډ راجسټر کیږي، په دغه کمپاین کې راټول شوي دي".

د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو د ویش لړۍ په داسې حال کې نن پای ته ورسیده، چې یو شمیر سیاسي ګوندونو په دغه بهیر کې د پراخو جعلکاریو ادعا کړې ده.

د افغانستان د ستر ملي ائتلاف په نوم یو شمیر سیاسي ګوندونو، په روانه میاشت کې لسګونه زره اسناد چې په کې سټیکر لرونکې تذکرې هم شاملې وې له رسنیو سره شریکې کړې او ادعا یې وکړه، چې دا اسناد ټول جعلي دي او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په همکارۍ خلکو ته ورکړل شوي دي.

دغه ائتلاف ویلي، چې د ټاکنو کمیسیون له خوا د څه باندې ۹ میلیونو رایې ورکوونکونوم‌لیکنه نه مني او باید دغه بهیر له سره په بایومټریکه بڼه ترسره شي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وږي په ۱۳مه نیټه د یو فرمان په صادرولو سره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارله ترڅو له ۱۳۹۶ کال څخه تر ۱۳۹۷مپورې د تابعیت تذکرو د وېش په بهیر کې د جعلکارۍ د څرنګوالي هر اړخیزه څیړنه وکړي.

ښاغلي محتاط د دغه پلاوي لومړنیو موندنو ته په اشارې وویل، چې جعلي تذکرې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له خوا ویشل شوي نه دي.

هغه له سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل، چې خپل ټول اسناد له څیړونکي پلاوي سره شریک کړي، ترڅو تور له سپین څخه جلا او د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.