د ولسي جرګې ټاکنې میزان ته وځنډول شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د تلې ۲۸مه د راروانو پارلماني ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو نوې نیټه اعلان کړه، چې له مخې به یې دا ټاکنې د څه باندې دریو میاشتو پر ځنډ د تلې د میاشتې په ۲۸ مه ورځ ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د رارانو پارلماني ټاکنو د مهالویش د اعلان پر وخت خبریالانو ته د چنګاښ د ۱۶مې ورځې پرځای د تلې په ۲۸مه پر ځنډ د ټاکنو ترسره کولو لوی لامل امنیتي او بودیجوي ستونزې یادې کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیرکال د پارلماني ټاکنو لپاره د چنګاښ ۱۶مه ورځ په پام کې نیولې وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس خبریالانو ته وویل، چې د وري په ۲۵ مه به د رایې ورکوونکو نوم لیکنې بهیر پېل شي، چې د دغه بهیر د بشپړیدو وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره دکاندیدانو نوم لیکنه ترسره شي.

ښاغلي صیاد په دې اړه وویل " د رایې ورکوونکو نوم لیکنه چې په افغانستان کې راتلونکو ټاکنو له ځانګړونو څخه ده، لومړی ګام دی چې باید پورته شي. د کاندیدانو نوم لیکنه وروستی پړاو دی او دا پړاو تر هغه چې رایه ورکوونکي نه وي ثبت شوي نه ترسره کیږي، ځکه چې کاندیدان د خپلو ملاتړ کوونکو لیست ته اړتیا لري".

ښاغلي صیاد همدارنګه وویل چې د کاندیدانو په اړه د شکایتونو ثبتولو او هغوی ته د رسېدګۍ لپاره د ۳۳ کاري ورځو اړتیا ده، او تر هغه وروسته به د کاندیدانو وروستی لیست تیاریږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس زیاته کړه چې د کاندیدانو د وروستي لیست تر تیارولو وروسته د رایې ورکونې پاڼې چاپیږي چې د پاڼو چاپ او کمیسیون ته انتقال به یې شپږ اونۍ وخت واخلي.

ښاغلي صیاد دا هم وویل چې د رایه ورکوونکو نوملیکنه به د کاغذي تذکرو پر اساسترسره شي او په ترڅ کې به یې د رایې اچوونکو نوملړ او د هغوی د رایې اچونې مرکزونه وټاکل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر همدارنګه وویل چې د رایې اچونې مرکزونو ته د ثبت نام د موادو انتقال د پلان له مخې پېل شوی او همدرانګه دغه کمېسیون د عامه پوهاوي په برخه کې لاس په کار شوی.

ښاغلي صیاد پر هغه خلکو چې تراوسه یې تذکرې نه دې اخیستي، غږ وکړ د دې لپاره چې څوک له رایې ورکولو محروم نه شي په ټولو ولایتونو کې دې د تذکرې د ویش له مرکزونو څخه خپلې تذکرې ترلاسه کړي.

د ټاکنو خپواک کمېسیون ډاډ ورکړ چې په نږدې وخت کې به د دغه کمېسیون لپاره د دارلانشاء رئیس هم وټاکل شي.