مرکزي سیستم ته د اطلاعاتو انتقال پای ته ورسېد ـ کمېسیون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې ټول بایومیتریکي معلومات او اطلاعات د دغه کمېسیون معلوماتي بانک ته لیږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون یوې کمېشنرې رحیمې ظریفي د چهارشنبې په ورځ( لړم لومړۍ) اکتوبر ۲۳ مې خبریالانو ته وویل، چې منول یا کاغذي پروسه، معلوماتي دیجیتالي مرکز او د ټولو بایومیتریک آلو معلومات د دغه کمېسیون معلوماتي بانک ته لیږدول شوي دي.

رحیمې ظریفي وویل:"د بایومیتریکي معلوماتو شمیر یو میلیون او ۹۳۲ زره او ۶۷۳ ته رسیږي، چې دا وروستی شمیرې دی".

خو د ټاکنو کمیسیون دغې کمیشنرې زیاته کړه، چې په هغو یو شمیر بایومیتریک آلو او میموري کارتونو چې ورک شوي دي بحث دوام لري او دا به معلومه شي چې د دغو آلو او میموري کارتونو له ورکیدو مخکې ایا د هغوی په منځ کې معلومات د دغه کمیسیون بانک ته لیږدول شوي دي کنه؟

میرمن ظریفي ووویل:"دا یو تخنیکي بحث دی او یوې پریکړې ته اړتیا لري.کمیسیون به تصمیم نیسي چې څرنګه افغانستان د خلکو له بایومیتریکي رایو څخه ساتنه وکړي".

د ټاکنو کمیسیون مشرتابه همداراز وایي، چې دوی دا مشوره کوي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ورځ وټاکي او د نن ورځې تر ماښامه پورې به دغه ورځ مشخصه شي.

میرمن ظریفي همدارنګه وویل، چې د منول او دیجیتالي رایو د معلوماتي مرکزونو مقایسه کول، د درملوګ شرکت لخوا د دغه کمیسیون په معلوماتي بانک کې د رایو تصفیه او د ولایاتونو د رایو بیا شمیرنه هغه کارونه دي چې ترسره به شي.