کمیسیون : شنبې په ورځ نږدې ۲.۷ میلیونو خلکو رای کارولي

افغانستان کې د تلې په شپږمه ټاکنې د امنیتي ګواښونو سره سره ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د پنجشنبې په ورځ ( تلې ۱۱مه) په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمیر په اړه رسنیو سره تازه معلومات شریک کړي، چې له مخې یې د شنبې په ورځ په ټاکنو کې نږدې دوه میلیونو او اوه سوو زرو رایې ورکوونکو خپلې رایې کارولي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر مولانا محمد عبدالله خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو په ورځ په ۳۴ ولایتونو کې ۶۸۶ مرکزونه، چې ۳۰۱۸ محلونه کیږي تړلي پاتې شوي وو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د تیرې شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې نږدې دوه میلیونه شپږ سوه پنځه نوي زره او ۸۹۰ رایې ورکوونکو د رایې اچونې په څلور زره او ۶۸۴ مرکزونو کې خپلې رایې کارولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې د رایې اچوونکو شمیر دوه میلیونه پنځه سوه پنځه نوي زره او ۴۴۵ تنه ښودلی وو، چې د ټاکنو په ورځ یې په څلور زره ۳۸۴ مرکزونو کې خپلې رایې کارولې وې.

د بلي خوا د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، له ولایتونو څخه کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو لیږد پیل شوی دی.

ټاکل شوې دا بهیر به په را روانو دوو ورځو کې بشپړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په ۲۷ مه ورځ اعلان کړي.