ټاکنو کمیسیون: د راروانې اونۍ ترپایه د ټولو ولایتونو پایلې اعلانیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تراوسه د ۱۳ ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان، چې ټاکل شوې وه، د لیندۍ په لسمه اعلان شوی وی یوې بلې نیټې ته ځنډولی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سبا د شنبې ورځ ( لیندۍ لسمه) د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ټاکلې وه.

د دغه کمیسیون یو مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست د جمعې په ورځ (لیندۍ نهه) امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د دغه بیا ځنډ علت د کابل ولایت لپاره د ولسي جرګې په ټاکنو کې د اتو سوو څخه د زیاتو نوماندانو دریدل وښودل.

ښاغلي حق پرست وویل " د ټاکنو د کمیسیون فعلآ پلان دادی، چې لومړی د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان ته وسپاري او له هغه وروسته د کابل ولایت لومړنی لیست جوړ او بیا یې اعلان ته وسپاري."

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لړم ۱۹ مه د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره ټاکلې وه، خو بیا وروسته دغه کمیسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د کابل ولایت د پایلو د اعلان لپاره د لیندۍ لسمه او د نورو ۳۲ ولایتونو د پایلو د اعلان لپاره د لیندۍ دوهمه ورځ ټاکلې وه.

د کابل له ولایت څخه د ولسي جرګې ۳۳ څوکیو ته، چې ۲۴ یې سړو او ۹ یې ښځو ته ځانګړې شوي له اتو سوو زیات نوماندان ولاړ وو.

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال وايي، ټاکل شوې، نن د جمعې په ورځ به هم ناوخته د دریو څخه تر پنځو پورې د نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.

ښاغلي حق پرست وویل " کوښښ دا دی، چې په راتلونکي هفته کې، چې سبا یې لومړۍ ورځ ده، د دغې هفتې ترپایه ټولې ابتدايي پایلې اعلان کړي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ یو علت په شفافه توګه د رایو د شمیرلو بهیر او د پایلو اعلان ګڼي.

خو د ازادو اوعادلانه ټاکنو فیفا د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي د ټاکنو کمیسیون تر فشار لاندې دی او د همدې فشارونو له امله د پایلو اعلانول ځنډوي.

ښاغلي رشید وویل" زمونږ اندیښنه داده، چې یو خو د لومړنیو پایلو د اعلان سره اعتراضونه زیات شي او دواړه کمیسیونه دغو اعتراضونونو ته د ځواب ورکولو په برخه کې څه نه لري، چې ځواب یې ووایي".

د ټاکنو څار ادارې د پایلو د ځنډ یو بل علت دننه په کمیسیون کې د کاري ظرفیت کموالی ګڼي او اندیښنه څرګندوي، چې د ټاکنو کمیسیون کې د کاري ظرفیت کموالی به د جمهوري ریاست پر ټاکنو هم ناسمه اغیز وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل د ۳۱ مې ورځې د جمهوري ریاست ټاکنو ته مهال ویش اعلان کړ.

د دغه مهالویش له مخې به د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماندان د مرغومې د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر دولسمې ورځې پورې خپل نومونه ولیکي او د همدې میاشتې په اتلسمه به د نوماندانو نوملړ خپور شي

د دغه مهال ویش له مخې به د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې د جمهوري ریاست د ټاکنو او د ولایتي او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې به بیا ورپسې د همدې کال د وږي په دیرشمه ترسره شي.