د جمهوري ریاست ټاکنې درې میاشتې وځنډیدې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حمل ۳۱ مه د جمهوري ریاست د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې وه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد وايي، د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله دا کمیسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو سره یوځای د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د چنګاښ په ۲۹ مه ورځ ترسره کوي.

ښاغلي صیاد د یکشنبې په ماښام ( مرغومې ۹ مه) د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې یوې غونډې ته په وینا کې د دغه درې میاشتني ځنډ علت د سړې هوا په ګډون یو لړ تخنیکي ستونزې او د ټاکنو په بهیر کې اصلاحات وښودل.

ښاغلي صیاد وویل "هغه تاریخ، چې مخکې کمیسیون یوازې د جمهوري ریاست او د غزني د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره اعلان کړی وو، چې د حمل ٣١ و، هغه په ځنډ باندې کیږي. د سرطان په ٢٩ به مونږه څلور ټاکنې ولرو، چې هغه د غزني ولایت، د جمهوري ریاست همدارنګه د ولایتي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دي".

دمخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حمل ۳۱ مه د جمهوري ریاست او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري په خپل ټویټر پاڼه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي، چې افغان حکومت چمتو دی، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې د ټاکنو په تر سره کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي چخانسوري ویلي په دې کې هیڅ شک نشته، چې د افغان حکومت غوښتنه پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کول وو، "خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوې خپلواکې ادارې په توګه د ټاکنو په بهیر کې د ټولو ښکیلو اړخونو، سیاسي ګوندونو، د جمهوري ریاست د احتمالي نوماندانو، نړیوالې ټولنې له استازو او پر ټاکنو د څار د ادارو سره د سلامشورو وروسته،تخنیکي مسلو ته په پاملرنې او د تلې د میاشتې د پارلماني ټاکنو د اشتباهاتو د تکرار د مخنیوي لپاره پریکړه کړې، چې د جمهوري ریاست ټاکنې د چنګاښ په میاشت کې وشي".

تر اوسه د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ائتلافونو د دغه ځنډ په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

دمخه د حکمتیار د اسلامي حزب په ګډون یو شمیر سیاسي ګوندونو او د محمد حنیف اتمر په ګډون د جمهوري ریاست یو شمیر احتمالي نوماندانو د ټاکنو د ځنډ سره مخالفت ښودلی وو.