د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بلجیم کې د ناټو له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، که چیرې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وځي، نو د دوی وتل به هممهاله وي.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د ناټو سرمنشي او د دغه سازمان لوړپوړو چارواکو ته یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.
خلیلزاد لیکلي: "موږ یوځای افغانستان ته تللي یو، خپل حضور به یوځای سره تنظیم کوو او که وتلو، نو یوځای بیرته وځو".
Briefed @NATO SecGen @jensstoltenberg & North Atlantic Council. Thanked them for the great sacrifices made & their ongoing commitment. Assured them continued full coordination. We went to #Afghanistan together, will adjust our presence together, & if we leave, will leave together pic.twitter.com/KuG1rRj6KG
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) June 5, 2019
د ناټو چارواکو په دې برخه کې ښاغلي خلیلزاد ته د بشپړۍ همغږۍ ډاډ ورکړی دی.
د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د ناټو ۴۱ غړي هیوادونه او د دغه سازمان شریکان د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.
Strong support from 41 #NATO Allies & partners in @ResoluteSupport today to Ambassador Zalmay Khalilzad @US4AfghanPeace & his efforts to make progress on peace in Afghanistan. pic.twitter.com/SU6c2FTcwp
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) June 5, 2019
له دې وړاندې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په بهیر کې د آسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره په خپل اتم پړاو سفر کې پاکستان او آلمان ته هم تللی او د دواړو هیوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي دي.