که امریکايي ځواکونه ووځي افغانستان کې به څه پېښ شي؟

امریکايي څېړونکي وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د دغه هېواد ګاونډي هېوادونه نور هم په افغان جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د ډان پاکستانۍ ورځپاڼۍ په حواله ویلي چې دوو امریکايي‌ سفیرانو او دوو دفاعي چارواکو د «RAND» څیړنیز مرکز ته یو راپور چمتو کړی چې پکې له افغانستان څخه د نیمو امریکايي ځواکونو د رایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز پایلې پکې په ګوته شوي دي.

په دغه راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې پاکستان مخکې هم طالبانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی و او که چیري اوس امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي پاکستان به په ښکاره د طالبانو ملاتړ وکړي.

افغان طالبان

راپور وايي، په داسې حال کې چې په تېر کې پاکستان، روسیه، ایران، هند او ازبکستان د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې له مېشتو قومونو پښتنو، تاجکو، ازبکو ، هزاره ګانو او نورو د ملاتړ تاریخ لري، خو که چیري اوس امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا وېره شته چې ګاونډي هېوادونه به په افغان جګړه کې ښکېل شي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ مشر شاه محمود میاخېل وایي ​"که چیري بهرني قواوې د یو پلان او مسؤلیت له‌مخې ونه وځي بېرته به په افغانستان کې داخلي او نیابتي جګړې لکه د نویمې لسزي په شان زیاتې شي."

راپور کې ویل شوي چې له افغانستان څخه د نیمايي امریکایي ځواکونو په وتلو سره به د افغان حکومت د مالیاتو سرچینې وچي او مرکزي حکومت به کمزوری شي.

افغان سرتېري

​یو له هغو سیمه ییزو هېوادونو پاکستان دی چې افغان حکومت او نړیوالو همکارانو یې تل له وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو څخه د ملاتړ تور پرې پوري کړی، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د دغه راپور چمتو کوونکو ویلي ایران او روسیه چې له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي،په دې وروستو کې له طالبانو سره هم همکارۍ او اړیکې پراخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت یو شمېر سرچینو ویلي و چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د ۷زره امریکايي سرتېرو پر وتلو غور کوي.