عمران خان امریکا ته د غني تر سفر دمخه: افغانستان کې د جګړې د یو اړخ ملاتړ زموږ تېروتنه وه 

د پاکستان صدر اعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې هېواد یې د تېرو تجربو څخه په زده کړې دا ځل غواړي‌ په افغانستان کې له حکومت سره چې د افغانانو لپاره د اعتبار وړ وي، کار وکړي. وايي تېر وخت کې د جګړې د یو اړخ ننګه د پاکستان تېروتنه وه.

ښاغلي عمران خان په دې اړه یوه مقاله لیکلې ده چې واشنګتن ډي سي ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر سفر درې ورځې مخکې خپره شوې ده.

عمران خان واشنګټن پست ته په یوې مقالې کې خبر ورکړی چې هېواد یې په افغانستان د سولې په راوستلو کې له امریکا سره همکاري کوي،‌ خو د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو او کورنۍ جګړې د مخنیوي په اړتیا تاکید کړی دی.

عمران خان په دغې مقالې کې ټېنګار کړی دی چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نلري‌ او سیاسي تفاهم د دغې ستونزې د حل یوازینۍ لار ده. هغه له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو سره مخالفت کړی او ویلي دي چې طالبان د جنګ له لارې نشي بریالي کېدای او که داسې وشي لسګونه داخلي جکړې به پیل شي.‌

عمران خان ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې لپاره باید طالبان په حکومت کې داخل شي.

نوموړي لیکلي دي: « په تېر وخت کې پاکستان دا تېروتنه کړې ده چې د جکړې یو اړخ یې غوره کړی و، مګر موږ له دغې تجربې څخه زده کړه کړې ده. موږ کوم انتخاب نلرو او له هر حکومت سره به چې خلک پرې باور ولري، کار وکړو. تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانستان هېڅکله هم له بهر څخه نشي اداره کېدای.»

پاکستان د هغو دریو هېوادونو په ډله کې و چې د « افغانستان اسلامي‌ امارت» نظام یې په رسمیت پېژنده.

افغان چارواکي تل دا خبره کوي‌ چې پاکستان د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د دغې ډلې مشران وساتل، جنګیالي یې وروزل، تجهیز یې کړل او د هغوی کلکه ننګه یې وکړه.

خو ښاغلي خان په خپلې مقالې کې ادعا کړې ده چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ سره په جکړې کې د همکارۍ له کبله ډېر تاوان ګاللی دی. هغه وايي د پاکستان په دغې همکارۍ کې ۷۰ زره پاکستانیان مړه شوي او دغه هېواد ۱۵۰ میلیارد ډالر تاوان کړی دی. په دې سربېره د ښاغلي‌ خان په خبره دغه هېواد د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له غچ اخیستونکو بریدونو سره هم مخامخ دی.

عمران خان خبرداری ورکړی دی که په افغانستان کې داخلي جنګ پیل شي، د کډوالو یوه بله څپه به د پاکستان پر لوري پیل شي. وايي همدا اوس شاوخوا دری میلیون افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي.

د امریکا متحده ایالتونه په پام کې لري چې له افغانستان څخه د عسکرو تر بشپړ وتلو ورسته به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه له بهر څخه کوي او شاید په کوم ګاونډي هېواد کې پوځي اډه جوړه کړي.

د پاکستان صدراعظم په خپلې مقالې کې ویلي دي که پاکستان امریکا ته پوځي اډه ورکړي، غچ اخیستونکي بریدونه به پرې وشي.

نوموړي لیکلي دي: « د امریکا متحده ایالتونه چې د نړۍ د جنګ قوي‌ ماشین لري، په ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې په جکړې کې بریالی نشو، څنګه به وکولای شي چې زموږ په هېواد کې له پوځي اډو څخه دا کار وکړي؟»

هغه یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې ده چې د پاکستان د هلو ځلو په نتیجه کې طالبانو د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړې.‌

په داسې حال کې چې ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ (جون ۲۵) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وویني، عمران خان ویلي دي‌ چې د افغانستان حکومت باید د پاکستان ملامتول بند کړي.

د عمران خان د دغې مقالې په غبرګون کې د ولسمشر محمد اشرف غني‌ ستر سلاکار وحید عمر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان له پاکستان څخه عملي اقدامات غواړي.

ښاغلي عمر وویل: « اوس چې د افغانستان ولسمشر امریکا ته ځي، د پاکستان صدر اعظم مخکې له مخکې واشنګټن پست ته مقاله لیکلې ده. دا په سیاسي توګه شاید یو ګام وګڼل شي، خو په عملي توګه د افغانستان خلک داسې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي... د [افغانستان په اړه] د ګاونډيانو او په خاص ډول د پاکستان رول ډېر ښکاره دی، دا رول په سنګر کې معلوم دی، د هغوی په خبرو کې معلوم دی، په سیاسي او پوځي فضا کې معلوم دی، په همدې خاطر موږ عملي اقدامات غواړو، خبرې نغواړو، خبرې تکرارې دي.»