نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د اوکراین د جګړې د نړیوالو تاثیراتو خبرداری ورکړی

د پیسو د نړیوال صندوق او د نړیوال بانک مشرانو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب ۵) خبرداری ورکړ چې د اوکراین د مرستې لپاره چمتو دي خو هغوی خبرداری ورکړ چې د روسیې یرغل به د نړۍ د اقتصاد پر بیرته جوړیدو تاثیرات ولري.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټالینا جورجیوا وویل د اوکراین پر خلکو د جګړې د تاثیراتو په اړه "ژره اندیښنه" لري. هغې په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی چې جګړه په سیمه او نړۍ کې د پام وړ اقتصادي خطرات هم لري.

میرمن جورجیوا وویل، سره له دې چې د پیسو نړیوال صندوق د اوکراین د جګړې اقتصادي تاثیراتو ارزونې ته دوام ورکوي خو دا بنسټ "چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې له خپلو غړو سره مرسته وکړي."

په واشنګټن کې میشت دغه پور ورکوونکی بنسټ د پور د یوه پروګرام په چوکاټ کې اوکراین ته د ۲.۲ میلیاردو ډالرو مرستې پر سر کار کوي کوم چې ټاکل شوېده په جون کې یې کار پای ته ورسیږي.

میرمن جورجیوا زیاته کړه دا مالي مرسته به له نورو هیوادونو سره هم چې د جګړې له امله متاثره شوي ، مرسته وکړي.

د نړیوال بانک مشر ډیویډ ملپاس په یوې بیانه کې وویل چې د تاوتریخوالو او تلفاتو له امله یې ټکان خوړلی او خبرداری یې ورکړ چې په اوکراین کې به ناوړه تحولات پراخ اقتصادي‌ او ټولنیز تاثیرات ولري.

ښاغلي ملپاس وویل:"موږ چمتو یو چې له اوکراین سره عاجل کمک وکړو او اوسمهال د عاجل مالي ملاتړ په ګدون د دا ډول حمایوي لارو چارو په چمتو کولو کار کوو."

د فرانسې خبري آژانس وایي چې د جګړې له امله د تیلو قیمت د ۲۰۱۴ کال څخه راپدیخوا خپل لوړ حد ته رسیدلی او په نړۍ کې د پاړسوب د اندیښنې وړ فشارونه یې لا پسې زیات کړي دي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن له اروپا سره په همغږۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ د روسیې د سترو بانکونو د شتمنیو د کنګلیدو او هغه هیواد ته د پرمختللې ټکنالوژۍ د صادراتو د بندیدو په ګډون پر مسکو نوې سخت بندیزونه وضع کړل.

خو یو شمیر کارپوهان وایي چې مسکو د کلونو راهیسې ددې ډول بندیزونو په وړاندې مقاومت ته چمتوالی نیولی، د نغدو پیسو او سروزو زیرمې یې پیاوړې کړي او ډیر لږ پورونه لري.