بریتانیا غواړي کډوال په فرانسه کې تم کړي

برتانیا نغواړي چې نوي کډوال ورشي

ټاکل شوې چې د برتانیا نوی صدر اعظم امبیر روډ د سه شنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال سره د کډوالو پر چارو وغږیږي. دوی به پر هغه تړون بیا تاکید کوي چې له مخې یې برتانیا ته د کالایز په سرحدي سیمه کې د پلټنې اجازه ورکول کیږي چې ورسره به زرګونه پناه غوښتونکي په فرانسې کې تم شي.

دا غونډه داسې مهال کیږي، چې همدا څو ورځې مخکې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکوالس سرکوزي وویل چې برتانیا باید په خپلې خاورې کې دننه په شمالي ښار کې د کډوالو غم وخوري.

د رویټرز اژانس وايي د اټکل له مخې د کالایز په شمال کې د جنګل په نامه سیمه کې شاوخوا ۷۰۰۰ کډوال برتانیا ته د رسېدو په نیت شپې ورځې تېروي. نادولتي سازمانونه وايي چې د دغو کډوالو شمېره ۹۰۰۰ ته رسېږي. دوی هڅه کوي چې په ناقانونه ډول د چاینل ټونل له لارې برتانیا ته داخل شي.

د برتانیا د لومړي وزیر یو ویاند ویلي چې دوی هڅه کوي له فرانسې سره په ګډه به په کالاس کې خپلې ګډې پولې وساتي.

له ترکیې نه بیا کډوال یونا ته تللي

د راپورونو له مخې په یوې اونۍ کې شاوخوا ۴۶۰ کډوال له ترکیې نه د یونان ټاپو ته رسېدلي، چې د تېرو څو ورځو په پرتله لوړه شمېره ده. په همدې حال کې برتانیا هڅه کوي د کډوالو د ورتګ مخه ډب کړي.

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د شوي تړون په اساس، ترکیه به یونان ته د کډوالو لار تړي. یوناني چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوشنبه او سه شنبه ۴۶۲ کډوال له ترکیې نه یونان ته رسېدلي دي، مګر په یکشنبې باندې بیا ۱۲۹ کډوال ورغلي دي. ډېر دغه کډوال د ایګان، لسباس او کاوس ټاپوګانو له لارې یونان ته تللي دي.

خو له دې هر څه سره سره، که د ترکې له لارې د کډوالو شمېره د افریقا له لارې د کډوالو له شمېرې سره پرتله شي ډېره کمه ده. یوازې د دوشنبې په ورځ د ایټالیا بحري سرتېرو نژدې۶۵۰۰ کسان له مرګه وژغورل.

له ترکیې سره د شوې موافقې له مخې له مارچ نه وروسته چې هر کډوال له اسنادو پرته یونان ته ځي، بېرته استول کیږي، مګر هغه کډوال چې په ترکیه کې یې د پناه غوښتلو اسناد منل شوي نه وي.

د همدغه تړون په اساس تر دې دمه ۴۸۲ کډوال بېرته ترکیې ته استول شوي، خو یو یې هم په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه نه ده کړې. د رویټرز اژانس وایي یونان په ټاپو کې همدا اوس شاوخوا ۱۲۱۲۰ کډوال اوسیږي، چې دا شمېره په مارچ کې ۵۵۳۸ تنه وه. په کډوال کې یې ډېر سوریایان، افغانان او عراقیان دي.