پاکستان کې زنداني افغان مېرمنې وايي د قید موده یې بشپړه شوې خو لا هم بندي دي

د کراچۍ زندان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په لسګونو بندي افغان مېرمنې وايي، د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم ازادې شوي ندي.

په دغه ښار کې د مهاجرت د اسنادو د نه درلودلو په تور نیول شویو شاوخوا ۱۲۰۰ افغانانو په منځ کې ډیرې ښځې او ماشومان هم دي.

په دغو بندیانو کې یوه هم د پکتیا ولایت اوسېدونکې ۶۵ کلنه ګل خانده ده، نوموړې له پاکستاني چارواکو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

هغې وویل: "دا دوه میاشتې وشوې دلته بندیان یو. د خدای دپاره خوشې مو کړئ. د دوه میاشتو قید و، هغه پوره شو. نور مو د خدای دپاره پرېږدئ."

د پروان ولایت ۶۷ کلنه نیلوفر هم وايي چې په زندان کې یې د بند خپله دوه میاشتنۍ موده بشپړه کړې، خو لا هم نده ازاده شوي. هغه وايي، کورنۍ یې بېوزلې ده، مېړه یې ناروغه او دوو بچو یې د خښتو په یوې بټۍ کې کار کاوه.

نیلوفر وویل: "که نه غواړئ چې دلته کار وکړو. موږ پرېږدئ چې بېرته افغانستان ته لاړ شو. د خدای دپاره مو پرېږدئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو."

د کراچۍ ښار د مرکزي زندان چارواکي مني چې د کډوالۍ د اسنادو د نه لرلو په تور په دغه زندان کې د بندي افغانانو په کتار کې ۱۲۹ ښځې او ورسره ۱۷۸ ماشومان هم دي.

ددې زندان د ښځو څانګې مشرې شیبه شاه وویل: "له دغو ۱۲۹ ښځو څخه، د ۵۴ محاکمه بشپړه شوې او په دوو میاشتو بند محکومې شوي دي. نور ۷۵ مېرمنې تر محاکمې لاندې دي. دوی په منظم ډول محکمو ته حاضریږي. د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې به [افغانستان ته] د ۵۸ بندیانو د ستنولو بهیر پیل شي."

د دغو افغانانو د نيول کیدو خبر وروسته له هغه په رسنیو کې د خلکو پام ځان ته واړولو چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې د بندي شویو افغان ماشومانو عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول.

د پاکستان حکومت وخت په وخت پدغه هیواد کې د افغانانو د نېولو لپاره عملیات کوي. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستاني پولیسو د کراچۍ په ښار کې د یو لړ پراخو عملیاتو په ترڅ کې په ګڼ شمېر هغه افغانان ونیول په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نلرل. نیول شوي افغانان تر دې مهاله د دغه هیواد په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.