د پاکستان صدراعظم عمران خان، د هغه هیواد پارلمان ته په وینا کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له امریکې سره د پاکستان د پخوانیو حکومتونو تګلاره وغندله او ویې ویل چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بریدونه د د تیرو حکومتونو په غوښتنه کیدل.
عمران خان د پنجشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ ۵) وویل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ۷۰ زره کسانو قرباني ورکړې او په وینا یي د امریکا متحده ایالاتو "د افغانستان په جګړه کې د خپلې ناکامۍ بار" پر پاکستان اچوي.
هغه پارلمان ته په خطاب کې پر پخوانیو حکومتونو باندې په انتقاد سره وویل: "د هغوی کړنې (د پاکستان د پخوانیو حکومتونو) د پاکستان لپاره د شرم ځای دی. امریکاییان راغلل او په ایبټ آباد کې یې اسامه بن لادن وواژه،شهید یې کړ، بیا ټولې نړۍ موږ ته بد رد وویل. زموږ متحد راځي او زموږ په هېواد کې څوک وژني او موږ خبر نه یو".
د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته د شهید په خطاب کولو سره په ټولنیزو شبکو کې د پاکستان پر صدراعظم انتقادونه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړي محسن ډاوړ په ځپل ټویټر لیکلي: "اسامه بن لادن ته په شهید ویلو سره د پاکستان صدراعظم د پي ټي ایم دغه تورونه تایید کړل چې زموږ دولت د پښتنو د وینو په بیه د ترهګرۍ ملاتړ کوي".
By calling OBL a "martyr", our PM has confirmed PTM%27s allegation that our State is supporting terrorism at the expense of Pashtun blood.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) June 25, 2020
همداشان امریکایي څیړونکي او د افغانستان او پاکستان د مسایلو کارپوه مایکل کوګلمن پدې هکله په خپل تویټر لیکلي دي: "د عمران خان له خوا اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کول د پاکستان دا ادعا تر پوښتنې لاندې راوړي چې وایي نور د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي".
Of course, in Pakistan many have...complicated feelings about Bin Laden. In polls conducted soon after the Abbottabad raid, there was significant levels of approval of Bin Laden. Some were unhappy he was killed. Some denied he was ever killed. Was IK channelling such sentiment? https://t.co/gunYKLPpxg
— Michael Kugelman (@MichaelKugelman) June 25, 2020
عمران خان وویل چې حکومت یې د امریکا سره متفاوت چلند لري او زیاته یې کړه: "اوس مونږ د هیچا جګړه پرمخ نه بیایو او زمونږ اړیکې پر اعتماد ولاړې دي. اوس هیڅوک په امریکا کې مونږ نه سپکوي بلکه د دونالد ټرمپ سره زما په لیدنه کې زما درناوی وشو او راڅخه وغوښتل شول چې (په افغانستان کې) د سولې په راوړلو کې د هغوی سره مرسته وکړم."
امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۲۴ د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو لپاره یو امن ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي او د رپوټ په وینا اسلام آباد د دغو ډلو پر وړاندې پوره اقدام نه کوي.
پدغه رپوټ کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په ترهګرۍ ضد مبارزې باندې متمرکز دی په ځانګړې توګه د افغان طالبانو او لشکر طبیه څخه د پاکستان د ملاتړ یادونه شوې چې د افغانستان ضد فعالیت کوي.