عمران خان د هند صدراعظم”فاشیست“ وباله

عمران خان او نریندرا مودي

د کشمیر د کشالې پر سر د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په ادامې کې دا ځل عمران خان خپل هندي سیال نریندرا مودي ته د فاشیست خطاب وکړ.

ښاغلي خان چې په اسلام اباد کې یوې مظاهرې ته خبرې کولې، د هند صدراعظم نریندرا مودي یې اډولف هټلر سره پرتله کړ او وویل چې په کشمیر کې د مسلمانانو په نسل وژنې خپه دی.

هغه وویل چې د هند دولت د کشمیر د ځانګړیو صلاحیتونو د لغو کولو راپدیخوا تر نن پورې کشمیریانو باندې ګڼ شمیر محدودیتونه لگولي دي چې له کبله یې په تیرو څلورو اونیو کې د دوي ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د جمعې په ورځ د اګست ۳۰ (وږي ٨) د پاکستان په ټولو ښارونو او کلیو کې د کشمیر د مسئلې په سر مظاهرې وشوې.

دغه مظاهرې د پاکستان د اردو د هغه اعلان څخه یوه ورځ وروسته کیږي چې په کې یې ادعا کړې وه چې داسې یو میزایل یې په کامیابۍ سره ازمویلې دی چې د اټومي کوپړۍ د لیږدولو وړتیا لري.

په پيښور کې د هند خلاف مظاهرو یوه څنډه

په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ مظاهرې ته د خبرو پر مهال عمران خان اخطار ورکړ چې هند غواړي د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر باندې حمله وکړي او دا یې زیاته کړه چې د هند هر برید به د پاکستان له سخت جواب سره مخ شي.

هغه وویل: د هرې خښتې ځواب به په تیږې ورکړو. زمونږ وسله وال ځواکونه چمتو دي.

عمران خان دا هم وویل چې د هند او پاکستان تر منځ جګړه به یواځې سیمې پورې محدوده نه وي بلکې په ټولې نړۍ به اغیز وکړي.

هند او پاکستان تر دا مهاله دوه وارې د کشمیر پر سر جګړه کړې ده.