عمران خان ملت ته لمړنۍ وینا وکړه

د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان د خپلې دندې د لوړې پورته کولو نه وروسته ملت ته لمړنۍ وینا وکړه

عمران خان د پخوانیو صدراعظمانو برعکس د خبرو په انداز کې ملت ته وینا وکړه او دغه ملک ته یې د راپیښو مسلو او د هغې د حل په لارو خبرې وکړی.

هغه وویل چې بدلون به به زما نه شروع کیږي ، ساده ژوند به کوي او پاکستان به د نورو لپاره به یو مثال وگرځوي.

هغه د وینا په سر کې د خپلو طرفدارانو نه مننه وکړه او وې ویل زه د خپلو هغو طرفدارانو نه منندویه یم چې زما سره یې د تیرو ٢٢ کلونو نه ملاتړ کړیدی. زما سیاست ته د راتگ هیڅ نیت نه و خو د پاکستان د ښیگړې لپاره مې دا پریکړه وکړه.

خان په خپلې وینا کې پاکستان ته د راپېښو مسلو په اړه وویل چې دا وخت د پاکستان د ټولو نه لویه مسله د دغه ملک پور دی چې هره ورځ تربلې زیاتیږي. هغه وویل چې د تحریک انصاف حکومت به کوښښ کوي چې دغه مسله حل کړي.

خان د قبایلي سیمو په اړه وویل چې دغو سیمو ته به خاص توجه وکړي. هغه وویل "په فاټا کې حالات د جنگ د وجې ډیر خراب دي، مونږ به د فاټا بیا په خپلو ښپو د ودرولو لپاره کار کوو. په بلوچستان کې به هغه وسله وال چې د پاکستان ضد جنگیږي، کوښښ به کوو چې هغوي هم د ځان سره یوځاې کړو. همدغه ډول به د جنوبي وزیرستان او د کراچۍ د پرمختگ لپاره کار کوو".

هغه په خیبرپښتونخوا کې د خپل سیاسي گوند د کامیابۍ خبره وکړه او وی ویل چې په پښتونخوا کې د هغوي د ښه پالیسیو له کبله د جنایتونو په کچه کې کمي راغلې ده او د پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ډیر مثبت اثر کړیدی.

هغه وویل چې هغه ماشومان چې په مدرسو کې تعلیم کوي، پکار ده چې هغوي هم د نورو ماشومانو پشان ډاکټران او انجیران شي. هغه وویل چې په مدرسو کې به ماشومانو ته عصري تعلیم ورکړي.

عمران خان په ملک کې د غریبې طبقې ته د اسانتیاو په اړه وویل چې د هغه په پاکستان کې به د هرې طبقې د خلکو سره یو ډول سلوک وشي.

هغه دا هم وویل چې پاکستان به د خپلو گاونډي ملکونو سره خپلې اړېکې ښې کوي.