د پاکستان په ټاکنو کې د اکثریت رایو له ګټلو وروسته عمران خان وویل چې له افغانستان سره مینه لري او هڅه به وکړي چې سرحدي محددویتونه لېرې کړي.
عمران خان په ۱۹۹۲ کې پاکستان ته د کرکټ نړیواله اتلولي وګټله، له لوبو نه تر استعفی وروسته یې بشري چارو او بیا سیاست ته مخه کړه.
ټیک ۲۶ کال وروسته د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ډلې د پاکستان انتخابات وګټل او عمران خان به د دغه هېواد لومړی وزیر وي. د هغه مخالف سیاسي ګوندونو د ټاکنو له نتایجو سره پرېکون اعلان کړی دی.
Now on a concluding note: Rigging! Anyone who has issues of rigging; we will help you facilitate and we will open up any constituency that you want for investigation. When we asked for probes, we were not facilitated but now we will do it differently.#PrimeMinisterImranKhan
— PTI (@PTIofficial) July 26, 2018
عمران خان په خټه نیازی پښتون دی چې د پاکستان په لاهور کې زېږېدلی دی. د سیاسي ژوند تر څنګ د شوکت خانم په نامه د بشري چارو یوه خیریه ټولنه هم مخ ته وړي چې په سرطان د اخته ناروغانو وړیا درملنه کوي. شوکت خان د عمران خان د مور نوم دی چې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوې وه.
عمران خان په ۱۹۹۷ کال د تحریک انصاف ګوند جوړ کړ او د یوې محافظه کاره او مذهبي څېرې په توګه د پاکستان سیاسي نړۍ ته داخل شو. د پاکستان د ۲۰۱۳ کال په ټاکنوکې د "پاکستان د ستونزو نوی حل" د هغه انتخاباتي شعار و. هغه اکثریت ونه ګاټه خو په خیبرپښتونخوا کې یې حکومت جوړ کړ.
عمران خان مخکي د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکه د بریدونو کلک مخالفت هم کړی و.
عمران د روان کال د جنورۍ په پنځمه ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې لپاره پاکستان قرباني کوي. هغه په خپل ټویټر لیکلي وو چې "وروسته له هغې چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې په خاطر پاکستان قرباني کړ، زه د یو پاکستاني احساسات بیانوم".
I am expressing the sentiments of Pakistanis after the US has made Pakistan the scapegoat for its failure in Afghanistan. pic.twitter.com/o1V16z6ABJ
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) January 5, 2018
همداشان د ترهگرۍ ضد جگړې کې د امریکا تر څنگ د دریدو په اړه هم عمران خان د روان کال په جنورۍ کې په خپل ټویټر ولیکل چې "ما په پرله پسې توگه له دې سره مخالفت کړی چې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهگرۍ ضد جگړې برخه شي. نن د حق نا شناسه دونالد ټرمپ له سپکاوي وروسته جمهوري غوښتونکي پدې پوه شول چې د امریکا په مشرۍ جنگ ته د پاکستان راکاږل تیروتنه وه".
I had consistently opposed Pakistan becoming a part of the US-led so called war on terror. Today after being humiliated by an ungrateful Donald Trump the GoP has realised the mistake of dragging Pakistan into the US-led war. 1/2 pic.twitter.com/5hwhgWGs4z
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) January 4, 2018
د عمران خان شخصي ژوند
عمران خان د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر په پنځمه نیټه د لاهور په ښار کې وزېږېده. هغه څلور خویندې لري او د خپلې مور او پلار یوازینی زوی دی.
عمران خان درې ځلې واده کړی دی چې له دوو میرمنو جلا شوی او له درېیمې سره لا هم ژوند کوي. لومړنۍ مېرمنه د برتانیا د یو شتمن لور جیمیما ګولډسمت وه چې په ۲۰۰۴ کال کې سره جلا شول. نهه کال یو ځای ول او له دغې مېرمنې دوه زامن لري.
دویم واده یې له یوې پښتنې خبریالې ریحام خان سره وکړ، خو دا واده ډېر ونه پایید او ژر ختم شو.
درېیم واده یې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۸ له خپلې روحاني مشرې بشرا منیکا سره وکړ او لا هم یو ځای دی. د راپورونو له مخې عمران خان شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر سرمایه لري.