عمران خان پخوانی قاضي القضات سرپرست صدراعظم معرفي کړ

د پاکستان د عدلیې وزارت پخوانی وزیر ګلزار احمد

د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن دوشنبه اپریل څلورمه (وري۱۵) د دغه هېواد پخوانی قاضي القضات ګلزار احمد د موقتې صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید کړ.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ښاغلي خان دا پرېکړه د ګوند د مهمې کمېټې له تائید وروسته وکړه.

د پاکستان د ولسمشر دفتر ته په دې اړه په استول شوي‌ مکتوب کې لیکل شوي‌ دي: «زه د پاکستان د پخواني [متقاعد] قاضي القضات ګلزار احمد نوم وړاندیز کوم چې د موقت صدر اعظم ټاکل کېدو لپاره پرې غور وشي. »

د پاکستان د ډان نیوز او جیو تلویزون په حواله دا اعلان له هغه وروسته وشو چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي عمران خان او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسون مشر شهباز شریف ته یو لیک واستوه او له دواړو یې وغوښتل چې دغه مقام ته د خپلې خوښې د وړو کسانونو نومونه ور واستوي. وايي دا کار د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴ مادې په اساس کوي.

خو ښاغلي شریف په دې برخه کې له همکارۍ څخه انکار کړی. هغه یو خبري‌ کنفرانس ته وویل: « موږ څنګه د یو داسې سړي [ولسمشر] لیک ته ځواب ووایو چې اساسي قانون یې مات کړی دی».

د پاکستان د اساسي قانون په اساس برحاله صدراعظم چې په پارلمان کې د نه باور له رای اچوونې سره مخامخ وي، د ملي اسمبلۍ د منحل کېدو غوښتنه نشي کولای.

په همدې حال کې د پاکستان ستره محکمه د عمران خان په خلاف د مخالفو سیاسي ګوندونو دلایل او قضیه اوري.‌

سیاسي ګوندونو ایتلاف کړی و چې په پارلمان کې له عمران څخه د باور رایه بېرته واخلي او له واک څخه یې لېرې کړي، خو په یو ناببره اقدام کې د پاکستان ولسمشر د ښاغلي خان په غوښتنه د پاکستان ملي اسمبلۍ منحل کړه.

د ملي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته، اساسآ تر څو پورې چې محکمې کومه پرېکړه نه وي کړې، د نوي‌ انتقالي حکومت تر جوړېدو پورې به عمران خان د هېواد صدر اعظم وي، نوي‌ انتخابات به کېږي او انتقالي حکومت به د انتخاباتو چارې څاري او سمبالوي.

ګلزار احمد د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان د ۲۷م د قاضي القضات په توګه لوړه وکړه او د ۲۰۲۲ د فبرورۍ تر میاشتې پورې په دې مقام و. هغه په ۱۹۵۷ کې د پاکستان په کراچۍ کې وزېږېده. پلار یې هم وکیل و.