عمران خان د طالبانو د سیاسي کمیسون له غړیو سره وکتل

عمران خان په اسلام آباد کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون د غړیو سره وکتل.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د طالبانو د سیاسي کمیسیون د غړیو سره یې په اسلام آباد کې کتلي دي.

د عمران خان دفتر د دې ملاقات په هکله په اعلامیې کې ویلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي کمیسیون د غړیو سره یې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پرمختګ او راتلونکې په هکله خبرې کړیدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې عمران خان پدې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د اقتصادي پرمختګ او د سیمې د اتصال سبب شي چې ګټه به یې افغانستان او سیمې ته ورسیږي.

پاکستان ویلي چې د طالبانو د سیاسي کمیسیون د غړیو سفر د "یوه سوله ایز، باثباته، یو موټي، خپلواک او نیکمرغه افغانستان لپاره د افغان سولې د پروسې سره د پاکستان د جدي هلو ځلو یوه برخه ده".

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د بین الافغاني خبرو په لړ کې د اجنډا د اعلان کولو نه وروسته د لا سلا مشورو په خاطر د مرغومي تر ۶مې د دې خبرو د ځنډیو اعلان وکړ.

د خبرو د ځنډیو نه وروسته د افغانستان د حکومت استازي کابل ته راغلل او د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړیو اسلام آباد ته سفر وکړ.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم کتلي دي.

بل پلو بیا طالبانو ویلي چې د عمران خان سره یې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو او د تګ راتګ د ستونزو په هکله خبرې کړیدي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې عمران خان د افغانستان د سولې د خبرو سره د ملاتړ ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چاو وزات ویلي چې پاکستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو سفر د افغان حکومت په سلا مشورې شوی د سولې د بهیر د پیاوړتیا په خاطر شوی.

د عمران خان او طالبانو د استازو تر منځ د ملاقات نه وړاندې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د پاکستان د صدراعظم سره په ټیلیفون کې خبرې کړې وې.

ارګ ویلي و چې عمران خان ژمنه کړې، چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.