عمران خان له خپلې مېرمنې نه د جلا کېدو ګونګوسې رد کړې

عمران خان د بشری بي بي سره تیر کال د فرورۍ په میاشت کې واده وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران له خپلې درېیمې مېرمنې څخه د جلا کېدو اوازې بې اساسه وبللې.

عمران خان وایي چې د ژوند تر پای پورې له "بشری بي بي" سره یو ځای وي.

نوموړي د خپل شخصي ژوند په اړه دا څرګندونې د پاکستان د دنیا نیوز سره په یوې ځانګړې مرکې کې وکړې.

هغه وویل "هغه ټولې ګونګوسې بی بنیاده دي چې زما د ميرمني په اړه شویدي. بشری بي بي د خدای له طرفه تحفه ده او دواړه به تر مرګ پورې یو ځای یو."

بشری بي بي د صدراعظم عمران خان درېیمه میرمن ده. عمران خان تر دې مخکې له دوو نورو مېرمنو څخه جلا شوی او طلاق یې اخیستی و.

د دویمې مېرمن ریحام خان څخه یې د جلا کېدو کیسې يې په پاکستان کې په رسنیو، ټولنیزو رسنیو او عامو خلکو هم یو لړ بحثونه پارولي وو.

عمران خان د بشری بي بي سره تیر کال د فبرورۍ په میاشت کې واده وکړ.

عمران خان دا څرګندونې له هغه نه وروسته وکړي چې د پاکستان یو مشهور خبریال نجم سیټي په یو تلویزوني چاینل د خبرو پر مهال کې ادعا وکړه چې "ښايي بشری بي بي ډیر ژر د عمران خان کور پریږدي" او جلا شي.

ښاغلی نجم سیټي د پاکستان د سیاست د راتلونکی په اړه په وړاندوینې او پیشنګویۍ مشهور دی او ډېر کله یې دا وړاندوینې رښتیا شوي هم دي.

عمران خان تېرکال د پاکستان صدراعظم شو. د هغه لومړۍ مېرمنې، چې برتانوۍ ده، دوه زامن هم لري.