د پاکستان د صدراعظم د هغه وینا نه وروسته چې په افغانستان کې یې د یو نوې حکومت د جوړیدو په اړه کړي، په پاکستان او افغانستان دواړو کې نیوکې شویدي
د عمران خان په باجوړ کې یوې غونډې ته وینا لمړنې ځل ندی چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه دا ډول څرگندونې کوي.
د افغانستان برسیره په پاکستان کې هم ځینو سیاستمدارانو د صدراعظم عمران خان وینا د پاکستان په تاوان بللې ده او د خان نه یې غوښتي دي چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.
په پاکستان کې سیاستمدار افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل:
په افانستان کښ د حکومت د جوړیدو په باره کښ د عمران خان د باجوړ وینا د بین الملی قوانینو نه څرګنده سرغړونه او د افغانستان په داخلی چاروکښ بربنډه لاس وهنه ده .غندنه یې کوو.د هغه خپل نامشروع حکومت د یوې کودتا او د استخباراتی موسسو له خوا په ټاکنو کښ د درغلۍ په وسیله جوړ شوې دې
— Afrasiab Khattak (@a_siab) March 17, 2019
د عوامي نیشنل گوند یو مرکزي مشر زاهد خان د صدراعظم عمران خان څرگندونو په اړه وویل چې پاکستان په زوره طالبان په افغانستان ورتپي او دغه به خطرناکې پایلې ولري.
زاهد خان لیکلی:
— lsrar Mehsud (@lsrar_maseed) March 17, 2019
" هغه فکر قوي شویدی چې غواړي د افغانستان نه د پاکستان پنځمه صوبه جوړه کړي. د صدراعظم څرگندونې پخپله د پاکستان لپاره خطرناکې دي. د پاکستان ادارې دې هوښ وکړي. که طالبان په زوره په افغانستان ور وتپل شول نو دا به ټولې سیمې کې اور بل کړي."
د ځینو پاکستاني سیاستمدارانو برسیره په افغانستان کې هم د خان وینا د دغه ملک په چارو کې مداخله وبلل شوه
ښاغلي امرالله صالح په خپل ټویټر ولیکل:
I invite the attendees of Moscow shame-frence (conference) to speak out on Bajawur gathering where PM Khan of Pak excitedly told a crowd that work for installing a new govt (of stooges) is underway. Prove your patriotism and push the Khan to his limits. Else you are colluding.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) March 16, 2019
"د مسکو د شرمیدلې غونډې گډونوال دې د عمران خان د څرگندونو په اړه خپل نظر ورکړي چې وایي په افغانستان کې د یو نوي حکومت د جوړیدو لپاره هڅې روانې دي. خپله وطن پالنه وښایئ او عمران خان ته د هغه حد ورښکاره کړئ او کنه نو تاسو یو یئ."
د افغانستان حکومت هم د پاکستان د صدراعظم دغې وینا ته سخت غبرگون ښودلی دی او په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړ.