د هند د لوبغاړي د قمر باجوه سره روغبړ غبرگون پارولی

د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان هغه وخت په یو ټویټ کې د هند د پخواني لوبغاړي دفاع وکړه چې په هند کې خلکو پاکستان د تگ نه وروسته پرې نیوکې وکړې.

د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان د دندې د لوړې په مراسمو کې د هند د کرکټ یو پخواني لوبغاړي او د پنجاب اوسنې وزیر نوجوت سنگ سدهو هم گډون کړې و چې د هغه دغه کار په هند او پاکستان کې بیلا بیل غبرگون وپارو.

د پاکستان نوی صدراعظم دیته اړ شو چې د سدهو لپاره یو ټویټ وکړي.

ښاغلي خان په خپل ټویټر ولیکل

"زه د سدهو نه مننه کوم چې د لوړې په مراسمو کې د گډون لپاره راغلی و. هغه د سولې پیغام رسونکی و او په پاکستان کې یې خلکو ډیر قدر وکړ. هغه څوک چې هند کې په سدهو انتقادونه کوي. د سولې د لارې خنډ دی. د سولې پرته زمونږ ملکونه پرمختگ نشې کولی."

عمران خان د انتخاباتو د گټلو نه وروسته د پاکستان د کرکټ د لوبغاړو ترڅنگ د هند د کرکټ ځینو پخوانیو لوبغاړو ته هم د گډون بلنه ورکړې وه.

سدهو چې د خان په بلنه یې په دغه مراسمو کې گډون وکړ، او د پاکستان د پوځ مشر ورته پخیر راغلې له وراغی او روغبړ یې ورسره وکړ، په هند کې ځینې خلک غوسه کړې هم دي.

د هند یوې خبریالې په ټویټر په ویډیو کې ویلي چې پاکستان یې دښمن ملک دې او سدهو دې باید بښنه وغواړي

د هند یوې بلې خبریالې تلوین سنگ بیا د هغو خلکو سره مخالف نظر څرگند کړی چې د ښاغلي سدهو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره په روغبړ یې نیوکې کړیدي. هغه لیکي

"د سدهو د پاکستان د پوځ د مشر سره په روغبړ لانجه د شرم وړ ده. ایا په هند کې د دې نه زیاته مهمه بله کومه مسله نشته. مونږ یو ډیر لوی ملک یو خو ډیر واړه کارونه کوو"

د یادونونې وړ ده چې ښاغي سدهو د هند په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو د سخت غبرگون نه وروسته یوې خبرې غونډې ته وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر سره روغبړ کول د هغه لپاره یه حساسه لمحه وه. هغه وویل چې پاکستان ته د هند د استاځیتوب لپاره ورغلی و او د منیې په ځواب کې یې مینه څرگنده کړیده.