روان کال کې ۲۱ ښځې د مخدراتو د قاچاقو په تور نیول شوي

د افغانستان د مسکراتو او مخدره توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز وايي، د مخدراتو د قاچاق لپاره له ښځو څخه د استفادې کچه لوړه شوې او پولیسو د روان کال په یوولسو میاشتو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲۱ ښځې نیولي دي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد د دوشنبې په ورځ (فبروري ۱۹) خبریالانو ته وویل، له دغه شمیر ښځو څخه یوولس تنه یې په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه نیول شوي، چې غوښتل یې بهرنیو هیوادونو ته هیروئین قاچاق کړي.

ښاغلي مؤحد وویل "له ښځو څخه د وسیلې په توګه د (مخدراتو) د انتقال لپاره د استفادې کچه، تیرکال او سږکال توپیر لري او زیات شوي هم دي، په ځانګړي ډول د هوايي ډګر له لارې".

د ښاغلي مؤحد پر وینا، د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د موندنو پر بنسټ په ټولنه کې د یو لړ ستونزو له امله ښځې د مخدره موادو قاچاق ته اړ کیږي.

هغه وویل "تر ډیره دا درې لاملونه لري، یو د اقتصادي ستونزو پر بنسټ دوی د جُرمي شبکو له لارې استخدامیږي، چې د مخدره موادو قاچاق وکړي. دوم د دوی د نه پوهاوي له امله او درېیم د کورنیو د جبر او فشار له امله".

ښاغلي موحد زیاته کړه، له ښځو څخه د مخدره موادو په قاچاق کې د وسیلې په توګه د استفادې د مخنیوي لپاره، د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، په روان کال کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه ترسره کړي او په راروان کال کې به هم دغه کمپاینونه دوام ومومي.

د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د شمیرو له مخې، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دغه مرکز ته د مخدراتو د قاچاق په تور د نیول شویو ۴۳۶ کسانو دوسیې سپارل شوې وې، چې په کې ۲۸ ښځې هم شاملې وې.