د امریکا ګوندي انتخابات: د ټرمپ ګټلو اټکل شوی

په متحده ایالاتو کې په سیمه ایز وخت دوشنبه جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) د شپې ناوخته د آیوا په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په ګوندي غونډې کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ګټلو اټکل شوی.

دا د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزو کې لومړنۍ رایه ګیري ده.

لا نده معلومه چې ښاغلي ټرمپ پدې انتخاباتو کې خپلو سیالانو ته د څومره رایو په توپیر ماتې ورکړې خو د آیوا ایالت لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر جیف کاوفمان سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې ښایي د شپې تر ۱۲ بجو د دې رایې ګیرۍ په هکله ټول معلومات تر لاسه شي.

دا ګوندې غونډې د آیوا ایالت په ښوونځیو، کلیساګانو او د ټولنې په مرکزونو کې د دوشنبه د شپې په شاوخوا ۷ بجو داسې مهال پیل شوې چې پدې ایالت کې هوا دومره سړه وه چې په تاریخ کې ساری نلري.

د لومړنیو نتایجو څخه داسې څرګندیږي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه نور کاندیدان، د فلوریډا ایالت والي ران ډيسانټیز او په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو پخوانۍ استازه په دویم مقام کې دي.

د انتخاباتو په هکله په تازه نظر پوښتونو کې څرګنده شوې وه چې ټرمپ ښایي د آیوا په ایالت کې ګوندي انتخابات د خپلو سیالانو څخه په ډیر توپیر وګټي.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ په ګڼ شمیر جنایي او حقوقي قضیو کې تورن دی خو هغه لا هم د جمهوري غوښتونکي ګوند په کاندیدانو کې تر ټولو مخکښ دی او غواړي چې د روان کال نومبر میاشتې په عمومي انتخاباتو کې یو ځل بیا د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره سیالي وکړي او د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.

په یوې بلې سروې کې چې څو مطبوعاتي ادارو تازه خپره کړې، ۴۸ په سلو کې هغو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ سره خپل ملاتړ ښودلی چې د آیوا په ایالت کې د ګوندي انتخاباتو ۱۶۵۷ مرکزونو ته د رایې ورکولو لپاره تلل.

پدې سروې کې څرګنده شوې وه چې د نیکي هیلي ۲۰، د ډيسانټیز ۱۶ او راماسوامي ۸ په سلو کې ملاتړ و.

د آیوا ایالت پدې ګوندې انتخاباتو کې تر ټاکلې مودې وړاندې رایې ورکوونکو ته د رایې ورکولو اجازه نه وه ورکړل شوې او پدې بهیر کې ناڅرګند عامل دا و چې څومره کسان به دیته زړه ښه کاندي چې په خطرناکو، د واورې ورښت له کبله ښویدونکو سړکونو او بې حده سړې هوا کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

ښاغلي ټرمپ د ګوندي غونډې څخه یوه ورځ وړاندې خپلو پلویانو ته په ټوکه کې وویل، " دا پدې ارزي چې که تاسو رایه ورکړئ او بیا مړه شئ. تاسو به خوندي اوسئ، تاسو به دننه اوسئ خو باید پاڅیږئ او باید رایه ورکړئ".

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو اوونیو کې په څو نورو ایالتونو کې هم مقدماتي انتخابات او ګوندي غونډې وشي تر څو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوندونو لخوا وروستي کاندیدان وټاکل شي.

د اکثریت سیاسي کارپوهانو اټکل دا دی چې یو ځل بیا به په عمومي انتخاباتو کې ۷۷ کلن ټرمپ د ۸۱ کلن جو بایډن سره سیالي وکړي. ښاغلي بایډن د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې ښاغلي ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.