څلورو ورځو کې نژدې ۱۱زره افغانان له ایران څخه ستانه شوي او یا شړل' شوي

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدو د بهیر په دوام د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په تېردو څلورو ورځو کې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د زرګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت پر خپل ټویټر پاڼه بېلابېلو اعلامیو کې ویلي یاد افغان کډوال چې شمېر یې څه باندې ۱۰زره کسانو ته رسیږي د فبرورۍ میاشتې له ۲۷ مې نېټې څخه بیا د مارچ میاشتې تر دوهمې نېټې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دغه افغان کډوال چې شمېر یې۱۰۷۰۶ تنو ته رسیږي په هرات کې د اسلام قلعه او نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته راغلي دي.

په بیان کې ویل شوي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنېدونکو کډالو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې په وینا یې یو شمېر کسان یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته معرفي شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال له ایران څخه یا په خپله خوښه راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د ۲۳ ( کب څلورم) امریکا غږ ته په یو استول شوي ویډیوي پیغام کې ویلي و چې د راستانه شویو کډوالو کې لږ تر لږه ۱۰۰زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته شړل شوي‌ چې ښځې او شومان هم په دي.

حقاني ویلي چې افغانستان ته په شړل شووی کډوالو کې اکثرو یې قانوني اسناد نلرل او په غیر قانوني لارو دغه هیواد ته تللي وو. د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند د وینا له مخې هره ورځ د دوو او دریو زرو ترمنځ افغان کډوال د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرونو پر اساس افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیدل، چې نزدې دوه میلیونو یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال هم دغه هیواد ته تللي دي. ددې دمخه د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي و، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې په زرګونو افغان کډوال هره ورځ اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو په لټه ایران ته داخلیږي.