په جوزجان کې ٣٧ داعشیان وژل شوي

د جوزجان محلي مقامات وایي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش ٣٧ جگړه ماران ددې ولایت په قوش‌تپه او درزآب ولسوالیو کې د افغان او د ناټو د غوڅ ملاتړ د قواو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کې امنیتي مقامات وایي چې ددغو وژل شویو کسانو څخه ٧ تنه یې د ازبکستان اوسیدونکي وو. پدغو عملیاتو کې د دوی په وینا د داعش ١٣ جنگیالي ټپیان شوي هم دي.

د جوزجان ولایت د والي ویاند رضا غفوري د امریکا غږ ته ویلي چې دغه گډې هوایي بمبارۍ د قوش‌تپه او درزآب ولسوالیو په څلورو برخو شوي دي.

ښاغلي غفوري وویل "څلور هوایي بریدونه تیره شپه د امریکایي ځانگړو ځواکونو له لورې د جوزجان ولایت د قوش‌تپه او درزآب ولسوالیو په مربوطاتو کې څلور هوایي حملې وشوې. دغه بریدونه په مغل او سر دره کلیو کې شوي دي".

د ښاغلي غفوري په وینا څلورمه حمله د قوش ولسوالۍ په چقمه‌چقور کلي کې وشوه او امریکایي ځواکونو هلته ١٠ تنه داعشیان نیولي هم دي.

د جوزجان د والي ویاند دا هم ویلي چې ددغو بریدونو سره جوخت د قوش تپه په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو کمین کې ١٢ داعشیان وژل شوي او اوه تنه یې ټپي شوي دي. خو د طالبانو داعش زډلو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

په دې ترڅ کې د افغانستان په شمال کې د شاهین ٢٠٩ قل اردو مقاماتو ویلي دي چې د داعش پر ضد په گډو عملیاتو کې د داعش یو لوړپوړی غړی هم نیول شوی دی. خو د ٢٠٩ قل اردو د ویاند مرستیال نصرت الله جمشیدي د داعش د دغه لوړوړي غړي هویت څرگند نه کړ.

امنیتي مقاماتو ادعا کړې چې پدې عملیاتو کې ملکي وگړو ته زیان ندی رسیدلی، خو د جوزجان ولایت د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وایي د جمعې د شپې په برید کې لږ تر لږه دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ د "سردره" او "مُغل" او همداشان د قوش تپه ولسوالۍ چقمه‌چقور سیمې د افغانستان په شمال کې د داعش د ډلې د فعالیت اصلي ځایونه دي.