د ایران د نطنز په اتومي بټۍ کې "پیښه" شوې

د ایران د نطنز په اتومي بټۍ کې د یورانیمو د غني کولو ماشینونه.

ایراني چارواکي وایي د نطنز په اتومي بټۍ کې د بریښنایي ستونزو له وجې یوه پیښه شوې چې زیان نلري.

د فارس دولتي خبري اژانس د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې د ویاند په حواله ویلي دي چې پدې پیښه کې راډیو اکټیف مواد هم ندي خارج شوي.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې ویاند بهرور کمال واندي ویلي چې تهران سره نږدې د نطنز په اتومي بټۍ کې د بریښنا د سرکټ په برخه کې یوه پیښه شوې خو زیاتوي چې د سر زیان نلري او ککړه هوا هم نده خارج شوې.

ښاغلي کمال واندي همدارنګه ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات روان دي او نور معلومات به وروسته خپاره کاندي.

د نطنز په بټۍ کې دا پیښه نن یکشنبه، اپریل ۱۱ (وري۲۲) شویده. د پیښې نه یوه ورځ وړاندې ایران اعلان کړی و چې په همدې اتومي بټۍ کې یې د یورانیمو د غني کولو د پرمختللو سنټر فیوژونو کار پیل کړي.

ویاند پدې هکله جزیات ندي ورکړي چې آیا د ټولې اتومي بټۍ او که نه یوازې د هماغې څانګې بریښنا پرې شوې وه چې یوارنیم پکې غني کیږي خو زیاته یې کړه چې " د اوس لپاره نور معلومات نشته."

بل پلو بیا د ایران په پارلمان کې د انرژۍ د کمیسیون د یو غړي مالک شریعتي ویاندې د نطنز په اتومي بټۍ کې د بریښنا پرې کیدل یو "ورانکاری" عمل بللی.

هغه په ټویټر کې لیکلي، " د دې پیښې نه یوه ورځ وړاندې ایران په غربي هیوادونو فشار راوړ چې بندیزونه پرې لیرې کړي. قوي شک موجود دی چې دا به د ورانکارۍ یا نفوذ کولو کوم عمل وي. "

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني پرون د شنبې په ورځ په همدې اتومي بټۍ کې د یورانیمو د غني کولو د نویو سنټر فیوژونو د پرانیستلو په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

په همدې حال کې د اسرائیل یوه ژرونالیست په ټویټر کې لیکلي چې د نطنز په اتومي بټۍ کې دا پیښه د اسرائیل د سایبري عملیاتو له وجې شوې خو د خپلې ادعا لپاره هیڅ ډول شواهد او جزیات ندي ورکړي.

پدې اتومي بټۍ کې تیر کال د جولای په میاشت کې هم یوه چاودنه شوې وه او د بټۍ هغه برخه ورانه شوې وه چې پرمختللي سنټر فیوژونه جوړوي.

ایران چارواکو دا پیښه "ورانکاري" بللې وه او د پیښې ملامتي یې په "تروریستانو" اچولي.

ایران ویلي و چې د دې پیښې په هکله تحقیقات کوي خو د تحقیقاتو نتیجه یې نده شریکه کړې.