په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان ملي عواید لوړ شوي

افغان حکومت وايي، سږکال د افغانستان اقتصاد ښه شوی دی

په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۵ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د عوایدو دغه کچه نږدې ۱۷۰ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي، چې د دوشنبې په ورځ یې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، ۲۰۱۷ کال د عوایدو د راټولولو، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخو کې د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وباله.

هغه وویل "موږ په دې وتوانیدو چې په ۲۰۱۷ کال کې یا په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ملي عوایدو ګراف نږدې ۱۷۰ میلیاردو ته ورسوو، چې دا تر ټولو مهمه مسله ده".

د مالیې وزارت د چارواکو پر وینا د دغو عوایدو لویه برخه د مالیې راټولول جوړوي.

ښاغلي عبدالرحیمزي دغه راز وویل، چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې ۲.۶ فیصده اقتصادي وده درلوده، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۱.۳ فیصده وه.

هغه وویل سږ کال د افغانستان د صادراتو کچه ۷۲۳ میلیونه ډالرو ته رسیده چې تیر دوه کاله مخکې دا شمیره ۵۸۰ میلیونه ډالره وه.

د دغه وزارت د شمیر پر بنسټ افغانستان سږ کال ۶۷ فیصده انکشافي بودیجه مصرف کړې ده چې دا شمیره په ۱۳۹۵ کال کې ۵۴ فیصدو ته رسیدله.

دغه وزارت وایي چې د انکشافي بودیجې د مصروفولو په فیصدي کې زیاتوالی او د صادراتو د کچې لوړیدل د افغانستان په اقتصادي ودې باندې مثبت تاثیرات درلودل.

ښاغلي عبدالرحیمزي ټینګار وکړ، چې د افغان حکومت د لیدلوري له مخې افغانستان به په راتلونکې کې له وارداتي هیواد څخه پر صادراتي هیواد بدل شي.