۲۰۲۰ کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې ثبت شوي – نی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) په یو تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) خبریالانو ته وویل چې په دغه کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې په افغانستان کې ثبت شوي دي.

د هغه په وینا په دغو قضیو کې د خبریالانو د وژنې ۱۱ او د ټپي کېدو ۱۶ پېښې شاملې دي.

خلوتګر زیاته کړه چې په دغه کال کې ۱۳ خبریالان وهل او ډبول شوي، درې تنه بندیان شوي، ۲۳ تنه ګواښل شوي او سپکاوی یې شوی، پنځه تنه تښتول شوي او څلورو تنو باندې د برید پلان شوی دی.

ښاغلي خلوتګر دغه راز وویل چې په تیر میلادي کال کې پر رسنیو باندې درې ځل بریدونه هم شوي دي.

د نی د مشر په وینا دغې ادارې په ۲۰۱۹ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت کړې وې.

ښاغلي خلوتګر وویل چې په تیر میلادي کال کې د زیاتو ګواښونو او تاوتریخوالي امله یو شمیر خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي او ځینې حتا له افغانستان څخه بهر ته په وتلو اړ شوي دي.

د نی مشر له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر اقداماتو انتقاد وکړ او وې ویل: "موږ د هغو کسانو په توګه چې په دغې پروسه کې دخیل یو له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیو د څيړلو په برخه کې د حکومت له کار څخه راضي نه یو".

هغه وویل که له خبریالانو د تاوتریخوالي قضیو د څيړلو په برخه کې حکومت لازم اقدامات ترسره کړي و، نو په دغو قضیو کې به زیاتوالی نه وی راغلی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دغو انتقادونو په غبرګون کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت د ټینګولو، اړیکو او همغږۍ مرکز د یوې نوې کړنلارې له مخې د خبریالانو د ګواښونو د تشخیص او ثبت لپاره اساسي او هراړخیز اقدامات په پام کې نیولي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ لپاره د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د خبریالانو د امنیت خوندیتوب مهم دی او په دې برخه کې له خبري بنسټونو او مدني ټولنې سره له نږدې کار کوو".

له دې وړاندې د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان ۲۰۲۰ په افغانستان کې د خبریالانو لپاره مرګونې کال بللی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپل ټول قوت څخه کار واخلي.

د افغانستان او ایران لپاره د دغه سازمان مسول ویلي چې د خبریالانو د وژنې په قضیو کې ابهام او د مجرمینو بخښل په افغانستان کې د رسنیو په وړاندې د روان ناورین اصلي لامل دی او د هدفي وژنو عاملین ترې ګټه اخلي.